لنډ ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی

رسمي: د هاډرسفیلډ مرکزي لوبغاړی ارون موی په قرضي توګه په یو کلن قرارداد د برایټون سره یو ځای شو.

رسمي: د رین لوبغاړی اسماعیل سار په 5 کلن قرارداد د 35 میلیونه یورو په بدل کې د واټفورډ سره یو ځای شو.

رسمي: د اروپا لیګ د 2018/19 فصل د غوره لوبغاړي د ټاکل کېدو دپاره یوفا درې کاندید لوبغاړي اعلان کړل.

رسمي: د پورټو د 2019/20 فصل د لیګ په لیست کې ایکر کاسیاس هم واخیستل شو.

رسمي: د امیان دفاعي لوبغاړی امیل کرفټ په 4 کلن قرارداد د نیو کاسل یونایټیډ سره یو ځای شو.

ګالاټاسرای 1-0 و اخیساسپور کلب ته ماته ورکړه او د ترکیې سوپر کپ یي وګاټه.

سکای ایټالیا: د روما حمله کوونکي لوبغاړي پاټریک شیک د نیو کاسل یونایټیډ وړاندیز رد کړی او غواړي د ډورټمنډ سره یو ځای شي.