د فوټبال لنډ ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی
ډي مارټزیو: د لیسبون مرکزي لوبغاړی برونو فرنانډز د منچسټر یونایټیډ سره یو ځای کېدو ته نږدې شوی دی.

رسمي: د لیورپول ځوان لوبغاړی بن ووډبرن په قرضي او یو کلن قرارداد د انګلستان په لومړي لیګ کې د اکسفورډ یونایټیډ سره یو ځای شو.

پوما کمپنۍ د 2019/20 فصل دپاره د نیو کاسل یونایټیډ درېیم لباس معرفي کړی.

رسمي: د اث میلان ځوان ایټالیوی حمله کوونکی لوبغاړی پاټریک کوټروني په ۴ کلن قرارداد د ولورهمپټون سره یو ځای شو.

سکای سپورټ: و ایورټون ته د یوونټوس د ځوان حمله کوونکي لوبغاړي مویز کین انتقال یقیني شو. هغه به سبا د طبي معایناتو له پاره لیورپول کې وي.

هغه کلبونه چې د انګلستان د غوره لیګ په تېر فصل کې یې ډېري دقیقې خپل د اکاډمۍ د لوبغاړو څخه ګټه اخیستې ده.

رسمي: د لیسټر سیټي ۳۰ کلن جاپانی حمله کوونکی لوبغاړی شینجي اوکازاکي د هسپانیا د مالاګا کلب سره یو ځای شو.