لنډ ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی

د 2017 م کال په دې ورځ، نیمار و پاریس سېنټ جرمن ته په تګ سره د فوټبال د تاریخ قیمتي لوبغاړی شو.

رسمي: د ماینس مرکزي لوبغاړی ګبامین په 5 کلن قرارداد د 25 میلیونه پونډه په بدل کې د ایورټون سره یو ځای شو.

د 1999 م کال په دې ورځ، ټیري هینري د 11 میلیونه پونډه په بدل کې د یوونټوس څخه د ارسنال سره یو ځای شو.

د پرټګال رسنیو ادعا وکړه، چې د پرټګال د سوپر کپ څخه وروسته به برونو فرنانډز د منچسټر یونایټیډ سره خپل قرارداد امضاء کړي. سوپر کپ د لیسبون او بنفیکا ترمنځ دی.

په 2019/20 فصل کې د انګلستان د غوره لیګ د مطرحو کلبونو د حملې کرښې

د بارسلونا د تاریخ هغه قیمتي لوبغاړي چې دوی خرڅ کړي دي.

الفروډو پډولا ادعا وکړه، چې د ډیبالا د راضي کولو دپاره منچسټر یونایټیډ د انعام سربیره د 11 میلیونه یورو د ورکړې وړاندیز کړی دی.

رسمي: د نیس ځوان فرانسوی لوبغاړی الان ماکسیمین د 20 میلیونه پونډه په بدل کې په 6 کلن قرارداد د نیو کاسل یونایټیډ سره یو ځای شو.