لنډ ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی
فابریټزیو رومانو: د فلامینګو د برازیلي دفاعي لوبغاړي لیو ډوارټي انتقال و اث میلان ته یقیني شوی دی او دواړه کلبونه پر 11 میلیونه یورو توافق ته سره رسیدلي دي.

یورو سپورټ: د نیو کاسل یونایټیډ کلب د پاریس سېنټ جرمن د دفاعي لوبغاړي سټنلي نسوکي د رانیولو پر سر د دې فرانسوي کلب سره پر 11 میلیونه یورو توافق ته رسیدلی دی.

ال چیرینګیټو: ماریانو غواړي د ریال ماډریډ څخه جلا شي. هغه اوس د موناکو سره شخصي توافق ته رسیدلی دی. اوس یوازي د دواړو کلبونو ترمنځ توافق پاتی دی.

د 1993 م کال په دې ورځ، یورګن کلینزمن د ټاټنهام سره یو ځای شو.

د 2019 کال د ایوډي کپ قیمتي لوبغاړي. سبا دغه لوبي پیلیږي.

د 2019 کال د ایوډي کپ هغه قیمتي لوبغاړي چي په دې دوبي کي د کلبونو سره یو ځای شوي دي.

د 1996 م کال په دې ورځ، سولشر د 1.5 میلیونه یورو په بدل کې د منچسټر یونایټیډ سره یو ځای شو.