د هلمند فوټبال فدراسيون د ملي بيرغ ورځ ولمانځله

احمد مسعود

د اتلس کلنو ځوانانو ترمنځ د فوټبال ټورنمېنټ د اتو فوټبال ټیمونو ترمنځ افتتاح شو.
د‌ هلمند فوټبال فدراسيون په نوښت د ملي بيرغ د ورځې په وياړ د اتلس کلنو ځوانانو ترمنځ د جوړ شوي فوټبال ټورنمېنټ افتتاح د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان لخوا وشوه چې ددې افتتاح مراسمو ته د هلمند والي ترڅنګ ګڼ شمير قومي مشران دولتي مامورين، مدني فعالان ، ځوانان او ورزشکاران راغلي وه.

همدارنګه هلمند والي محمد ياسين خان په خپلو خبرو کې د هلمند د ټول ولس سپينږيرو،ځوانانو ورزشکارانو، مدني فعالانو او هلمند فوټبال فدراسيون څخه ځانګړې مننه وکړه چې د ملي بيرغ ورځ يي په ښه شاندارو مراسمو سره ولمانځله او د بيرغ سره يې زموږ د ولسونو مينه ټول افغانستان او نړۍ ته وښودله.

ياد ټورنمينټ چې پکې ليسه ذکور، شاهين، کريم اتل، ميوند، قانون، بست ، هارون پوپل او اريانا فوټبال ټيمونه ګډون لري. لومړۍ لوبه يي د میوند او ليسه ذکور ترمنځ ترسره شوه او فائنل لوبه به یې  د زمري مياشتې په ۲۸ مه نيټه د خپلواکۍ د سلمي کليزي په ورځ ترسره شي.