په لوی هلمند کې د فوټبال فدراسيون نوښت

احمد مسعود

په هلمند ولایت کې د وطني توليداتو د ملاتړ په موخه د جوړ شوي ټورنمينټ نن دريمه لوبه د نوي ځوانان فوټبال ټيم او اتحاد فوټبال ټيم ترمنځ ترسره شوه.

چې لوبه د اتحاد فوټبال ټيم 2-3 له نوي ځوانان فوټبال ټيم څخه وګټله. د اتحاد فوټبال ټيم لپاره سیف الله دوه او عبدالعظيم يو ګول ترسره کړ او د نوي ځوانان فوټبال ټيم لپاره ميرزا او فريد ګول وهنې وکړي.

د ياد ټورنمينټ لوبې د يوولس الف A فوټبال ټیمونو ترمنځ ترسره کيږي چې پکې د پوليسو اکاډمۍ، نوي ياران،ښاروالی، اتفاق،­ بهير نورزي، نوي ځوانان، چاه انجير، پيکان، اتحاد، از­اد او فيروزي فوټبال ټيم ګډون لري دا لوبي د تګ په شکل سره ترسره کېږي.