د هلمند فوټبال غوره لیګ دوام لري

احمد مسعود

نن ددې غوره ليګ دريمه اونۍ د قانون فوټبال ټيم او هارون پوپل فوټبال ټيم په لوبې سره راپيل شوه.

د قانون فوټبال ټيم په نن لوبه کې د هارون پوپل فوټبال ټيم 3 پر 1 ګول ماته ورکړه. د قانون فوټبال ټيم لپاره دوه ګولونه عبدالواحد نورزي او يو ګول فيروز ترسره کړ او د هارون پوپل فوټبال ټيم لپاره يوازينی ګول بیا امير محمد ترسره کړ.

د هلمند فوټبال غوره ليګ د دريمې اونۍ دوهمه لوبه سبا مازديګر پر 5:15 دقيقي د شاهين فوټبال ټيم او ميوند فوټبال ټيم ترمنځ ترسره کیږي.