د ارګ د ویبپاڼ له مخې:

افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام د افغانستان د کرکټ بورډ له غړو سره وکتل او د افغانستان دکرکټ بورډ د وضعیت په اړه یې د هغوی ارزونه او راپور واورېد.

لومړی، د افغانستان د کرکټ بورډ غړو وویل، د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام سیالیو پر مهال او تر هغه وروسته د افغانستان د کرکټ وضعیت وارزول شو او د ملي ټیم د ښه کېدو لپاره ځینې اقدامات ترسره شوي دي.

وروسته جمهوررئیس غني د هېواد د کرکټ ملي ټیم او د افغانستان کرکټ بورډ د هڅو د ستاینې ترڅنګ وویل، د کرکټ ملي ټیم تل د افغانستان لپاره لویې لاسته راوړنې او ویاړونه راوړي دي او د ملي ټیم بری د خلکو لپاره یوه مهمه موضوع ده. جمهوررئیس زیاته کړه چې کرکټ د خلکو ملي پانګه ده او د هغه د وضعیت د ښه والي لپاره باید پانګونه پرې وکړو.

جمهوررئیس په کرکټ بورډ کې ستونزو ته په اشارې وویل، د کرکټ بورډ تشکیلاتي ستونزې او اړتیاوې دې جدي وارزول شي او د رفع کېدو لپاره دې عاجل اقدامات وشي. هغه زیاته کړه: دا د بورډ مسئولیت دی چې د ټیم د ښه ځلېدو د هڅو ترڅنګ په ټیم کې نظم او اتحاد وساتل شي.

جمهور رئیس وویل، موږ د شل اوریزو نړیوال جام سیالۍ په مخکې لرو او په هغه کې د بریالي کېدو لپاره باید لازم تیاری ونیول شي. جمهوررئیس څرګنده کړه، کرکټ باید د یوې ملي پانګې په توګه سرتاسري شي او د ودې لپاره یې لنډمهاله او اوږدمهاله پروګرامونه ترتیب شي.