اسټرالیا د نړیوال جام ګټلو پسې راوتلې وه، خو دا ارمان یې په سیند لاهو شو

 خان وزیر عابد

د کرکټ یو ورځنیو سیالیو د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې د نیوزیلنډ وروسته انګلستان هم پایلوبې ته لار پیداکړه.

له دې وړاندې د روانې جولای میاشتې په نهمه او لسمه نېټه هند له نیوزیلنډ څخه په لومړۍ نیمه پایلوبه کې ماتې خوړلې وه، چې نن د جولای په یوولسمه اسټرالیا لوبډلې بیا د انګلستان لوبډلې څخه ماتې ومنله او د نړیوال جام پایلوبې څخه بهر شوه.

اوس نو د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام پایلوبې ته نیوزیلنډ او د انګلستان لوبډلو لار پیداکړه، دواړه لوبډلې به د کرکټ په کور لارډز تاریخي لوبغالي کې یاده پایلوبه د زرګونو نندار
چیانو پر وړاندې ترسره کړي.

په ننۍ دوهمه نیمه پایلوبه کې د لوبې پچه اسټرالیا وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه د اسټرالیا توپوهونکي نن د انګلستاني توپ اچوونکو پر وړاندې په پوره توګه پاتې راغله. دې لوبډلې په توپوهنه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره کوربه انګلستان ته د ۲۲۴ منډو هدف وټاکه.

د اسټرالیا لپاره په توپوهنه کې سټیو سمېت تر ټولو ډیرې ۸۵ منډې جوړې کړې، دغه راز الېکس کیري ۴۶ او په وروستیو کې چټک توپ اچوونکي مېچل سټارک ۲۹ منډې جوړې کړې چې په هدف کې ښه رول ولوبوه.

د انګلستان لوبډلې لپاره نن په توپ اچوونه کې کرېس ووکس او عادل رشید درې درې مهم لوبغاړي وسوځول، دغه راز جوفرا ارچر دوه او مارک ووډ هم یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

کوربه انګلستانۍ لوبډلې ټاکل شوی د ۲۲۳ منډو هدف د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۳۳م اور کې پوره کړ او په نیمه پایلوبه کې یې دفاعي اتلې لوبډلې اسټرالیا ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه چې په دې سره د نړیوال جام پایلوبې ته یې لار وموندله.

د انګلستان لپاره په توپوهنه کې جاني بریسټو او جیسن روی ښه پیل وکړ، جیسن روي تر ټولو ډېر ۸۵ منډې جوړې کړې، دغه راز بیرسټو بیا ۳۴ منډې وکړې د دې لوبغاړو د سوځېدو وروسته جیو روټ ۴۹ منډې او ایوین مورګن بیا ۴۵منډې جوړې کړې چې لوبډله یې پایلوبې ته ورسوله.

د اسټرالیا لپاره په توپ اچوونه کې پاټ کمېنس او مېچل سټارک یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړ، دواړو لوبغاړو د لوبې پیلیز توپ وهونکي وسوځول،خو له هغې وروسته کوم توپ اچوونکي ویکټ ترلاسه نکړه.

یاده سیالي انګلستان په اته ویکټو وګټله چې د جولای په ۱۴ مه نېټه به د یکشنبې په ورځ له نیوزیلنډ سره د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام پایلوبه تر سره کړي.