د باسکټبال لوبڅارانو ته جوړ شوی سمینار پاي ته ورسېد

صابر حمیدي
د افغان باسکټبالرانو د کچې د لوړاوي په موخه ملي فدراسيون د تېرې دوشنبې په ورځ کابل کې روزنیز سمینار پيل کړی وو، چې پرون چهارشنبه پاي ته ورسېد.
د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست چارواکې وايي، چې په دې سمینار کې د کندهار، هرات، هلمند، فراه، غور، بلخ، غزني، بامیانو، ننګرهار، پکتیا، فاریاب او کابل ولایتونو څخه لسګونه نارینه او ښځینه لوبڅارانو ګډون کړی وو.
د دوی په خبره، چې دې لوبڅارانو ته د نړیوال لوبڅار هېروس لخوا درې ورځي زده کړي ورکول سوې.
ددې سمینار په پاي کې ګډونوالو لوبڅارانو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخي دې لوبڅارانو ته به هغه وخت سندونه ورکړل شي، چې د باسکټبال نړیوال فدارسیون په ارزیابۍ کې بریالیتوب ترلاسه کړي.