په کندهار کې د لومړي ځل لپاره د یووالي په نوم د فوټسال کمېټه جوړه شوه

صابر حمیدي

د مسوولینو په خبره، په کندهار ولایت کې د لومړي ځل لپاره د یووالي په نوم د فوټسال کمېټه جوړه شوه، چې د کندهار په یو شمېر جمنازیمونو کې به د فوټسال لوبې څاري.
ددې کمېټو مسئول جمال ناصر طرزي وویل، چې په یاده کمېټه کې لسګونه کسان په قضایه، انظباتي، اداري، امنیتي، د ځوانانو پرمختیا، لوبڅارانو، عمومي نظارت او ارزیابۍ برخو کې په دندو وګمارل شول.
د طرزي په خبره، چې یاده کمېټه به د کندهار په څلورو احمدشاهي، شهیداحمدولي خان، ملي او سردار جمال ناصر طرزي جمنازیمونو کې فعالیت کوي.
د یاد مسئول په خبره، چې ددې کمېټو د جوړېدو څخه یې موخه داده، چې په کندهار کې د فوټسال لوبه وده وکړي.
دا کمېټه په داسي حال کې جوړیږي، چې ډېری وختونه په کندهار کې فوټسالران په جمنازیمونو کې د بیلابیلو ستونزو څخه شکایت کوي.