په کندهار کي د فوټسال ټورنمنټ پېل شو
ـــ تاند
د کندهار په لوبستان ورزشي جمنازیم کي د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د چمپېنزلیګ په نوم د فوټسال لوبي د پنج شنبې په ماښام پېل شوې.
د لوبستان ورزشي جمنازیم مسئولین وايي، چي ګډونوالو ټيمونو ته یې د اروپا د فوټبال غوره لیګ لوبډلو نومونه ټاکلي، چي په ۴ ګروپونو ویشل شوي دي.
د دوی په خبره، چي یادي لوبډلي ریال ماډریډ، بارسلونا، بایرن مونیخ، انټرمیلان، منچسټر سیټي، پاستژرمېن، چلسي، منچسټر یونایټيډ، میلان، جیونتوس، لیورپول، آرسنال، سویا، اتلاتیک ماډریډ، دورتمند، او روما دي، چي یو د بل په وړاندي به ولوبیږي.
ددې ټورنمنټ هره شپه دوې لوبي ترسره کیږي او یوه میاشت به دوام وکړي.
ددې سیالېو په لړ کې د پنج شنبې په ماښام په لوبیستان کي د چمپینز لیګ لوبي په شانداره مراسیمو سره پیل سوې. په یادو سیالو کي ۱۶ لوبډلي ګدون لري چي ټولي د کندهار له بااستعداده او مشهورو فوټبالرانو څخه جوړې سوي دي. دغه سیالۍ به یوه میاشت دوام وکړي او هر ماښام به ۲ لوبي ترسره کیږي.
د دغه لیګ د پیل لوبې مراسم چي د زرګو نو نندارچیانو تر څنګ د کندهار د فوټبال د ډګر نامتو څېرې لکه قاسم جان اتل، مختار رووفي او ښاغلی کامران او نور درانه مشران هم راغلي ول، د لوبې خوند لا زیات او د مینه والو پام یې را جلب کړ.