د پاکستان سپر ليګ څلورام پړاو په عربي متحده اماراتو کې پېل شو

ـــ تاند

د پاکستان سپر ليګ یا د تجارتي سیالېو د څلورام پړاو لوبې وړمه ورځ په دبۍ کې پېأ شوې او لومړۍ سیالې به پکې د دفاعي چيمپئن اسلام آباد يونائيټډ او لاهور قلندر ترمېنځ ترسره شي.

په دې لوبډلو کې د لوبې د ګډون لپاره د ملتان سلطانز شاهد آفريدي او د کوېټې ګليډي ايټرز ريلے روسو هم دبۍ ته رسیدلي دي.
د اسټرالوي ليګ ورو توپ اچوونکی فواد احمد هم دبۍ ته راسيدلی دی، کوم به چي د کوېټې ګليډي ايټرز لوبډله کې لوبه ترسره کوي.

همداراز د کراچي کنګز کولن انګرام هم په سیالېو کې د ګډون لپاره دبۍ ته ته راسيدلی او په خپله هغه لوبډله کې چې اخیستل شوی دی وبه لوبیږي.

ياده دي وي چې پي ايس ايل څلورام پړاو سیالۍ به په مجموعې توګه په ۳۴ سیالېو کې ترسره شي، او د پایلوبې په ګډون به اته د پای سیالۍ به په پاکستان کې ترسره شي.

پي ای ایل د پاکستان کرکټ تجارتي سیالۍ دي چې په تېرو پړاوونو کې یې افغان لوبغاړو هم برخه اخیستې وه، خو دا ځل په څلورم پړاو کې افغان لوبغاړي په خپلو تمرینونو او تجارتي لیګونو کې په لوبو بوخت وو، له همدې آمله یې په یاد لیګ کې د لوبېدو بښنه غوښتې وه.