نن شپه په لاليګا، ايټاليا او بوندسليګا ليګونو د فوټبال درې سیالۍ کیږي

احمد مسعود

لومړی: لاليګا کې ننه شپه پر ۱۲:۳۰  دقیقي د ختافي فوټبال ټيم د ايبار فوټبال ټيم سره لوبه ترسره کوي.
د لاليګا ليګ دنمرو په جدول کې د بارسلونا فوټبال ټيم د ۵۱ نمرو په درلودلو سره لومړئ ځاي ، رئال مادرید فوټبال ټیم په ۴۵ نمرو سره دوهم ځاي او د اتلتيکومادريد فوټبال ټيم په 44 نمرو سره دريم ځاي لري.ددې ليګ څلورويشتمه اونۍ روانه ده.

دوهم: د ايټاليا په ليګ نن شپه پر ۱۲:۰۰ بجي د جيوونټس فوټبال ټيم د پروزينونه فوټبال ټيم سره د لوبي لپاره ميدان ته کښته کيږي. ددې ليګ د نمرو په جدول کې د جيوونټس فوټبال ټيم په ۶۳ نمرو سره لومړئ ځاي، ناپولي په ۵۲ نمرو سره دوهم ځاي او اينټر د ۴۳ نمرو په درلودلو سره دريم ځاي لري. ددې ليګ څلورويشتمه اونۍ روانه ده.

دریم: په بوندسليګا ليګ نن شپه پر ۱۲:۰۰ بجې د بايرن مونيخ فوټبال ټيم د اګزبورک فوټبال ټيم سره مخامخ کيږي. ددې ليګ د نمرو په جدول کې د بروسیا ډورټمنډ په ۵۰ نمرو سره لومړئ ځاي، بايرن مونيخ په ۴۵ نمرو سره دوهم ځاي او مونشن ګلاډباغ د ۴۲ نمرو په درلودلو سره دريم ځاي کې دي.