په لوی کندهار کې د فوټبال سیالۍ پېل شوې

د کندهار کرکټ د مسوولینو له قوله، دغه سیالۍ په کندهار ولایت کې وړمه ورځ (یکشنبې) د کندهار په احمدشاهي فوټبال لوبغالي کې د اوولس کلنو لوبډلو ترمنځ د فوټبال لوبي پيل شوې، چې موخه یې ورڅخه کندهار کي سني منتخبي لوبډلي جوړول دي.
په کندهار فوټبال فدراسیون کي د ځوانانو چارو کمېټې مسئول او د یادو سیالیو ترتیب کوونکي فیض محمد فیضي په کندهار کې یوې سمیه ایزې راډيو ته وویل، چې په دې سیالیو کې د کندهار ښار د بیلابیلو سیمو څخه ۱۳ لوبډلو ګډون کړی چې په مهالوېش به ولوبیږي.

په کندهار احمدشاهي فوټبال لوبغالي کې د فوټبال سیالېو نندارچیان

د فیضي په خبره، ددې سیالیو موخه په کندهار کې ۱۲ کلنې، ۱۴ کلنې، او ۱۷ کلنې د فوټبال منتخبې لوبډلي جوړول دي، چي په دې سیالیو کي به غوره لوبغاړي د عمر په آساس یادو لوبډلو ته جذب شي.
د یاد مسوول په خبره؛ په دې سیالېو کې یې ګډونوالو ټيمونو ته د شخصي سکټورونو او دولتي ادارو نومونه ټاکلي، چې په دې سره یې یوه موخه هم ددې اُرګانونه پام په کندهار کي فوټبال ته اړول دي.


پاتې نه وي چې دا سیالۍ په ګروپي شکل دي، چي لوبي ېې یوازې د جمعې په ورځ ترسره کیږي.