د کندهار د فوټبال فدراسیون څه غوښتنه لري؟

  • تاند

د کندهار فوټبال فدراسیون ددې ولایت د فوټبال سیالېو یو نوموتی او پیاوړی لوبغاړی مقیم جان کمین د فوټبال په تاریخ کې د خپل نوم د ځلانده پاتې کېدو لپاره یوه بې سارې بېلګه بللې ده او زیاته کړې یې ده چې په لوی کندهار کې یوازینی لوبغاړی د فوتبال په سیالېو کې مقیم جان کمین دی چې د کندهار په استقلال لوبډله کې لوبیږي او دې لوبډلې ته یې ډېرې بریاوې هم ور په برخه کړي دی.

یاد فدراسیون دا هم زیاتوي چې: ښاغلی کمین د کندهار د فوټبال له فدراسیونه یوازینی هغه لوبغاړی دی چې د کندهار منتختبې لوبډلې تر څنګ یې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې ته هم څو وارې انتخاب شوی وو.

یاد فدراسیون زیاتوي:
ښاغلی کمین جان په لوی کندهار کې بې شمېره مینوال لري او د فوټبال په ډګر کې به یې تر ډېره وخته سیال پیدا نه شي، نو باید مینه وال او چارواکي یې لا وهڅوي، اړتیاوې او غوښتنې یې ور پوره او د هېواد لپاره دې یې ستر ستوری وګرځوي.