د افغانستان او سکاټلنډ د ۲ سیالیو نېټه اعلان شوه

تاند- د افغانستان کرکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هیواد د کرکټ ملي لوبډله به د روان ۲۰۱۹ م  کال د مې په اتمه او ۱۰مه نېټه، له سکاټلنډ سره په دوو یو ورځنیو سیالیو کې مخامخ شي.

دا نړیوالې مسابقې به د سکاټلنډ د مرکز ادنبرا په ګرېنج لوبغالي کې وشي.

افغانستان تر دې وړاندې په دې لوبغالي کې د ۲۰۱۶ کال په جولای میاشت د سکاټلنډ پر وړاندې دوه نړیوالې یو ورځنۍ لوبې کړي دي. که څه هم د یادې لړۍ یوه لوبه د باران د اورېدو له امله لغوه شوه، خو بیا هم افغانستان په دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې دغه هېواد ته د ۷۸ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

سکاټلنډ کمزوری ټیم نه دی او ډېر ځلې یې افغان لوبغاړي له سخت چلینج سره مخامخ کړي هم دي. سکاټلنډ په زیمبابوې کې د کرکټ نړیوال جام د غوراوي سیالیو په لړ کې د افغانستان پر وړاندې ډېره ښه لوبه وکړه او د افغانستان له لوري د ۲۵۶ منډو ټاکل شوی هدف یې په ۴۷  اورونو کې پوره کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه رییس شفیق الله ستانکزي د سیالیو د نېټې د کره کېدو په اړه وویل: «خوشاله یوو چې د ۲۰۱۹ کال په مې میاشت کې د سکاټلنډ پر وړاندې د دوه نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ لرو چې د هوا د حالاتو له نظره د لوبو لپاره تر ټولو مناسب وخت دی. دغه لوبې له افغانستان سره په انګلستان او ویلز کې د ۲۰۱۹ نړیوال جام یو ورځنیو لوبو ته د چمتووالي له اړخه هم ګټورې دي. د سکاټلنډ لوبډله تکړه لوبغاړي لري او پخوا هم موږ ورسره ډېرې ښې سیالۍ کړې دي او په دې هیله چې د سکاټلنډ پر وړاندې ښې او غوره لوبې وکړو او دغه لوبلړۍ په خپل نوم کړو.»

 دغه راز د سکاټلنډ کرکټ اجراییه رییس مالکم کانن وویل: «دا یو فوق العاده خبر دی چې د افغانستان په ګډون دوه بشپړ غړیتوب لرونکي هېوادونه له سکاټلنډ سره سږ کال په اوړي کې لوبې کوي او موږ ډېر خوشاله یوو چې د مې په میاشت کې د افغانستان پر وړاندې نړیوالې لوبې کوو. موږ د دوی پر وړاندې په دې وروستیو کلونو کې سختې لوبې درلودې او دې ته سترګې پر لاره یو چې د دوی پر وړاندې یوځل بیا ننګوونکې نړیوالې لوبې وکړو.»