د سکاټلنډ کرکټ یوه لوبغاړي له دې نړۍ رحلت وکړ
عاشق الله رحیمزوی
د سکاټلنډ د کرکټ لوبغاړی چې اته دیرش کاله عمر یې درلود، د سرطان ناروغۍ له وجې مړ شوی. دغه لوبغاړی چې کان ډي لینج نومیده، د مغزو په سرطان اخته و او د ۲۰۱۹ کال د اپریل د میاشتې په ۱۸مې مړ شو.
د سکاټلینډ کرکټ بورډ تیر کال د دې لوبغاړي د درملنې لپاره وروسته تر هغه د خلکو نه د مرستې غوښتنه وکړله چې کورنۍ یې اعلان وکړ، لینج د مغزو په سرطان اخته شوی.
کان ډي لینج د سکاټلنډ لپاره وروستۍ لوبه د ۲۰۱۷ کال د اکټوبر په میاشت کې په عربي متحده اماراتو کې د پاپو نیو ګیني په خلاف کړې وه. هغه پدې لوبه کې د کپتان مرستیال هم و.
هغه د سکاټلنډ لپاره ۱۳ یو ورځنۍ او ۸ د شلو شلو اورونو لوبې کړیدي.
کان ډي لینج په کیڼ لاس ورو توپ اچونکی و.
د سکاټلنډ دا لوبغاړی د جنوبي افریقا د کیپ په ښار کې زیږیدلی و او د جنوبي افریقا په ځایي کلبونو کې یې هم لوبه کړیده.
د سکاټلنډ کرکټ په ټویټر کې د دې لوبغاړي په مرګ خفګان ښودلی
” د سکاټلنډ کرکټ په ډیرې خواشینۍ اعلان کوي چې کان ډې لینج د ۲۰۱۹ کال د اپریل د میاشتې په ۱۸ مې د پنجشنبې په ورځ مړ شو. د هغه د سکاټلنډ او د کرکټ د لوبې ته ستر خدمتګار و. مونږ د هغه د کورنۍ سره پدې غم کې شریک یو.”