د سکاټلنډ کرکټ بورډ اجرایوي رئیس: خوشینونکې ده چې روان لوبلړ مو لغوه اعلانېږي

ولید ( خپلواک )

 په پام کې وه چې د استرالیا او سکاټلنډ ترمنځ په روانه جون میاشت کې شل اوریزه سیالۍ ترسره شي، خو د دواړو کرکټ بورډونو تر مشورې وروسته دغه سیالۍ لغوه اعلان شوې.

استرالیا کرکټ بورډ او سکاټلنډ کرکټ بورډ سره د ډېره وخته په دې سیالیو بحثونه کول، خو اخر یې هم پایله منفي راووته.

د سکاټلنډ کرکټ بورډ اجرایوي رئیس ګوس مکي ویلي:

(( دا زمونږ لپاره ډېر خوشینونکی خبر دی چې زمونږ روان لوبلړ چې د جون په ۲۹ ڼېټه پلان شوی و، د کرونا ویروس له امله لغوه اعلان شو.))

نوموړي زیاته کړه: ((کومو مینوالو چې ټیکټونه اخیستي هغې ته به خپل ټیکټونه بیرته وسپار شي، دې وضعیت ته په کتو دا شل اوریزه سیریز نه ترسره کیږي.))

 یاده دې وي چې د استرالیا کرکټ بورډ رییس اعلان وکړ چې د نړیوال شل اوریزه جام ترسره کول ترډېره بریده د ډاډ وړ نه دی.