بېګ باش لیګ د ۵ غوره توپ اچوونکو نومونه واخیستل

د اسټرالیا بېګ باش کرکټ لیګ کې د راشدخان دې اړوند لوبډله اډیلایډ سټرایکرز وایي، چې راشدخان نهم پړاو لیګ کې په ښې ایکانومۍ سره توپ اچونه کړې ده.

راشدخان نهم پړاو لیګ کې په ۷ اعشاریه ۱۵ ایکانومي توپ اچونه کړې، د اسټرالیا بېګ باش کرکټ لیګ کې د راشدخان دې اړوند لوبډله اډیلایډ سټرایکرز وایي، چې راشدخان نهم پړاو لیګ کې په ښې ایکانومي سره توپ اچونه کړې ده.

دوی یو انځور خپور کړی، چې دغه انځور کې یې د راشدخان غټ عکس جوړکړی او بیا یې د توپ اچوونکو د هر اوور پر سر د منډو ورکولو اندازه خپره کړې ده. دوی لیکلي، چې نهم پړاو بي بي اېل کې د اډیلایډ لوبډلې لپاره د ایکانومي په لحاظ افغان اتل راشدخان ترټولو غوره توپ اچونه کړې ده.

راشدخان نهم پړاو لیګ کې په ۷ اعشاریه ۱۵ ایکانومي توپ اچونه کړې، یعنې هر اوور کې یې په اوسط ډول ۷ اعشاریه ۱۵ منډې ورکړي دي.

پېټرسېډل، د اسټرالیا چټک توپ اچوونکی دی او له اډیلایډ سټرایکرز کرکټ لوبډلې سره لوبیږي.

ده هر اوور کېب۷ اعشاریه ۱۸ منډې ورکړي دي.

ماټ شارټ، ده په هر اوور کې ۷ اعشاریه ۸۵ منډې ورکړي دي.

ټراوېس هېډ، د اسټرالیا کرکټ لوبډلې کیڼ لاسی الراونډر دی او د اډیلایډ لوبډلې لوبډلمشر دی. ده هر اوور کې ۹ اعشاریه ۹۰ منډې ورکړي دي.

مېچل نېسر، نوموړي هر اوور کې ۸ اعشاریه ۱۰ منډې ورکړي دي.

دا پنځه هغه توپ اچوونکي دي چې دي، اډیلایډ کرکټ لوبډلې لپاره نهم پړاو بېګ باش لیګ کې د ایکانومي له مخې غوره توپ اچونه کړې ده او راشدخان په کې تر ټولو مخکښ دی.