د اسټرالیا کرکټ بورډ اجرائیه ریاست ته انډریو سټروس ځان نوماند کړ

عزیز الله عزیزي

په رسنیو کې داسې معلومات خپاره شوي ده چې د اسټرالیا کرکټ بورډ اجرایوي رئیس کېون رابورټس له استعفا وروسته یادې څوکۍ ته د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي انډریو سټروس ځان کاندید کړی دی. د معلوماتو له مخې اسټرالیا کرکټ بورډ له سټروس څخه غوښتنه کړي چې یادې څوکۍ ته ځان ونوموي.

د رابورټس د استعفا وروسته،اوسمهال د یادې څوکۍ موقت وخت دنده انګلستاني الاصله نیک هیکلي پر مخ وړي. ۴۳ کلن انډریو سټروس د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی تیر شوی.

نوموړي د انګلستان لپاره په ۱۰۰ ټيسټ لوبو کې (۷۰۳۷) منډې جوړې کړي او ۱۲۷ یو ورځنیو لوبو کې یې (۴۲۰۵) منډې جوړې کړي دي.

سټروس د ۲۰۱۵ کال نه تر ۲۰۱۸ کال پورې د انګلستان کرکټ بورډ د ډایريکټر په توګه دنده اجرأ کړي. وروسته د خپلې میرمنې د مړینې وروسته یې خپلې دندې ته استعفا ورکړه.

هیره دې نه وي چې د کرونا ویروس له کبله اسټرالیا کرکټ بورډ د مالي بحراني حالت سره مخ دی چې شاوخوا ۴۰ کسان يې له دندو ګوښه کړل.