سي پي ایل لیګ ته د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس لیک استولی، څه یې پکې لیکلي؟

د ویسټ انډیز په ګرابین لیګ کې شپږ افغان لوبغاړي برخه وال دي چې اوسمهال د یاد سوداګریز لیګ په سیالیو بوخت دي.

تازه د افغانستان کرکټ بورډ اجرایئه رئیس جار عبدالرحیمزي خبر ورکړی دی چې په یاد نوموتي سوداګریز لیګ به یې شپږ افغان لوبغاړي د یاد لیګ د پای په شېبو کې د ځينو سیالیو له ترسراوي بې برخې شي.

دی زیاتوي: (( په سي پي ایل لیګ کې به افغان لوبغاړي د وروستیو سیالیو څخه بي برخې شي.))
ځکه لنډ مهاله اجراییوي رییس جارعبدالرحیمزي خبر ورکړی چې د ویسټ اڼدیز کرکټ بورډ ته یې لیک استولی ترڅو شپږ افغان لوبغاړي د سيپټمبر په ۵ ڼېټه مرکز کابل ته راولیږي.
جار ویلي چې د شپږو لوبغاړو لپاره یې یوه شخصي الوتکه په کرایه کړی. ترڅو له ټرینډاډ څخه مرکز ته لوبغاړي راوړي.

سي پي ایل لیګ کې د افغانستان شپږ لوبغاړي لوبیږي، د دې لیګ په جریان کې افغان کرکټر محمد نبي د پام وړ ریکارډ هم جوړ کړ، نوموړي په ۵ اوورنو کې ۱۴ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې ۵ پیاوړي لوبغاړي یې وسوځول، د نوموړي دا ریکارډ د ۲۰۲۰ زیږدیز کال تر ټولو غوره توپ اچوونه هم وبلل شوه.