محمد نبي افغان کرکټ بورډ خپل غړی وټاکه، دې اقدام نړېوال هک حیران کړي

د افغانستان د کرکټ بورډ په نویو معرفي شویو غړیو کې محمد نبي د ګڼو خلکو او رسنیو پام ځان ته اړولی دی. محمد نبي د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړی دی او تر څنګ یې د بورډ د غړي په توګه معرفي شوی.

د کرکټ ګڼو مبصرینو او مهمو خبري ویب پاڼو د محمد نبي په ټاکل کېدو راپورونه او خبرونه خپاره کړي.

کرک انفو لیکلي محمد نبي چې له ټیسټ لوبو یې استعفی کړې او یواځې یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې لوبېږي داسې وخت د بورډ د غړي په توګه وټاکل شو چې د کربین پریمیر لیګ په لوبو بوخت دی.

د افغانستان کرکټ بورډ پرون د ملی ټیم لوبغاړی محمد نبي، د ښځو چارو سرپرست وزیره حسینه صافي، په ولسي جرګه کې د کندهار استازی روح الله خانزاده او د مرستیال ولسمشر امرالله صالح لوی سلاکار هارون میر د بورډ د نویو غړیو په توګه وټاکل.

د افغانستان کرکټ بورډ په ټوله کې د رئیس په شمول ۹ غړي لري چې ولسمشر اشرف غني ته راپور ورکوي او د بورډ د لویو مقرریو، قراردادونو او مهمو تګلارو په اړه پرېکړې کوي.