د افغان کرکټر راشد خان ۲۱۳ شل اوریزې سیالۍ او ۳۰۰ ویکټې

افغان ګوګلي بالر راشدخان د نړۍ په کچه تر ټولو کم عمره توپ اچوونکی شو، چې په شل اوریزو لوبو کې درې سوه وېکټې تر نورو ژر پوره کوي.
راشدخان چې اوسمهال ۲۱ کاله عمر لري، د کرکټ په نړۍ کې هغه کرکټ لوبغاړی شو، چې په کم عمرۍ کې یې تر نورو لوبغاړو په لږو شل اوریزو لوبو کې د وېکټو اخېستلو درېیمه سلیزه ووهله.
هغه د جمعې په ماښام وتوانېد، چې د ویسټ انډیز په سوداګریزو کرکټ لوبو یا سي پي اېل کې دوه وېکټې واخلي او د خپلو شل اوریزو لوبو وېکټې یې ۳ سوو ته پورته کړې.
له ده وړاندې دا مقام د پاکستاني وهاب ریاض سره و، هغه په ۲۵۲ شل اوریزو لوبو کې ۲۹۶ وېکټې اخېستې وې؛ خو راشدخان ترې مخکې شو او د نړۍ په کچه یې ریکارډ هم جوړ کړ.
دغه افغان توپ اچوونکي د افغانستان ملي لوبډلې په ګټه او د نړۍ په مختلفو سوداګریزو لیګونو کې ټولې ۲۱۳ شل اوریزې لوبې کړي او په دغو لوبو کې یې د وېکټو اخېستلو درې سلیزې پوره کړې.
هغه د افغانستان د ملي لوبډلې په ګټه ټولې ۴۸ شل اوریزې لوبې کړي، چې په دې لوبو کې یې چې په دې لوبو کې یې ۸۹ وېکټې ترلاسه کړي دي.
راشدخان په آی پي اېل کې ۴۶ لوبې د سنرایزرز حېدراباد لوبډلې په ګټه کړي، چې ۵۵ وېکټې یې پکې اخېستې دي.
د دې سربېره هغه په بېګ بېش لیګ، د انګلستان په بلاسټ لوبو، د عربو په لس اوریز لیګ او نورو ګڼو لیګونو کې لوبېږي.