راشد خان ۲۶ کلن اسټرالیایي لوبغاړي ته د توپ اچونې چل وښود

عزت الله الفت
افغان ګوګلي ماسټر چې اوس یې د شلم کال په دُرشل قدم اېښی، د بېګ باش لیګ په دوام د اسټرالیا سپېنر توپ اچوونکي اډم زمپا ته د مړوند لېګ برېک توپ اچونې چل ور زده کړ. ادم زمپا چې د اسټرالیا په ویلز سیمه کې زېږېدلی، په ۲۰۱۶ م کال کې اسټرالیایي لوبډلې سره د یو ورځنیو لوبو د پیل لپاره ملګری شو. هغه تر اوسه ۲۰ ، شل اوریزې لوبې کړي، چې ټولې یې پکې ۲۲ وېکټې اخېستي دي. کرېک ټرېکر لیکلي دا ډېره ښکاره خبره ده، چې راشدخان یو ۲۶ کلن اسټرالیایي لېګ برېک توپ اچوونکي ته د مړوند څخه د لېګ برېک توپ اچونې په اړه زده کړه ورکوي.
راشدخان چې اوسمهال په بېګ باش لیګ کې د اډیلایډ سټرایکرز لوبډلې په ګټه لوبېږي، تر اوسه یې ۱۴ وېکټې اخېستي دي او لس لوبې یې کړي دي. د مړوند څخه د سپېن بالېنګ ترسره کول یوه ستونزمنه کړنه، چې هر څوک دا هُنر نه لري؛ خو راشدخان بیا هغه سپېن یا څوکه لېګ برېک توپ اچوونکی دی، چې کولای شي هم له مړوند څخه توپ اچونه وکړي او هم د ګوتو په وسیله بالېنګ ترسره کړي. په نړۍ کې ډېری لوبغاړي چې اف برېک او لېګ برېک توپ اچونه کوي له ګوتو څخه کار اخلي او د مړوند څخه د توپ اچونې هنر ورسره نشته.
د مړوند څخه توپ اچونه په دې ښه وي، چې توپ وهونکی د توپ اچوونکي لاس نه شي معلومولی، چې توپ بیا د غټ شاټ لپاره ولوبوي. نو راشدخان هم اسټرالیایي ته د مړوند څخه د توپ اچونې یو ناڅه چل ور زده کړ، ترڅو په راتلونکو لوبو کې ښه توپ اچونه وکړي. ادم زمپا اوسمهال له مېلبورن سټارز لوبډلې سره لوبېږي، دا ټرېنېنګ راشدخان ادم زمپاته د بېګ باش لیګ د ۳۹ مې لوبې په اوږدو کې ورکړ. دغه لوبه سټارز لوبډلې له اډیلایډ لوبډلې څخه په ۴۴ منډو وګټله، خو ادم زمپا ته یواځې یو اور ورکړل شوی و. ده له راشد خان غوښتنه کړې وه چې چل ور زده کړي.
راتلونکي کې به معلوم شي، چې د راشدخان لارښوونه زمپا سره څومره مرسته وکولی شي. راشدخان چې د افغان لوبډلې ترڅنګ اډیلایډ سټرایکرز لوبډلې ته د یو هیرو حیثیت لري، ډېره پورې پرې اډیلایډ لوبډله تکیه کوي. نوموړي په تېرکال کې ۱۷ وېکټې اخېستې وې او د ټول ټورنمنټ غوره توپ اچوونکی راغلی و.