افغان لوبغاړي وړتیا لري؛ په سل توپیز لیګ کې ۴ افغان لوبغاړي شامل شول

د انګلستان د سلو توپونو لیګ سیالۍ چې نوې رامنځ ته کېږي بولي یې تېره شپه ترسره شوه او له افغانستانه په کې څلور لوبغاړي، راشدخان، محمد نبي عیسی خېل، مجیب الرحمن او قیس احمد هم واخېستل شول.

راشد خان په یاد لیګ کې 125000 پونډه اخیستل شوي دی، محمد نبي 100000 پونډه اخیستل شوي دی، مجیب الرحمن 125000پونډه اخیستل شوي دی او قیس احمدي بیا 60000 پونډه اخیستل شوي دی چې له ډلي یې راشد خان ارمان په لوی کچه اخیستل شوي دی ورپسې محمد نبي، بیا ورپسي مجیب ځدران او همدغه راز وروستی لوبغاړی قیس احمد دی.
د انګلستان کرکټ بورډ وایي د سلو توپونو دغه نوی لیګ به په ۲۰۲۰ کال کې پیل شي.
انګلستان کې د ویټالیټي بلاسټ په نوم شل اوریز لیګ هم هر کال ترسره کېږي، چې له افغانستان څخه په کې راشدخان، محمد نبي او مجیب الرحمن هم په بېلابېلو لوبډلو کې لوبیږي.

پدې ټورنمينټ کې ۸ لوبډلې دي. اصول دادي چې تر هر ۱۰ توپونو وروسته به د بالينګ سايډ يا اړخ بدليږي، يو توپ اچوونکی کولای شي ۵ پرلپسې توپونه وکړي او کولای شي ۱۰ پرلپسې توپونه هم وکړي، خو اور ۵ توپونه دی، همدارنګه په مجموع کې هر توپ اچوونکی ۲۰ توپونه ترسره کوي.

پاورپلې به ۲۵ توپونه وي،چې ۲ ډګر ساتونکي به د ددايرې د باندې دريږي.

د توپ اچونې برخه اجازه لري چې ۰۲:۳۰ دقيقې دمه وکړي يا ستراتیژیک ټایم اوټ واخلي.

دا ټورنمينټ د ۲۰۲۰ز کال په جولای مياشت کې پيليږي.