د چین په بېجېنګ ښار کې، افغان لوبغاړو پاکستانېو لوبغاړو ته خپله باتوري څرګنده کړه

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د چین هېواد په بيجينګ ښار کې افغان ځوانانو او د چین کرکټ لوبغاړو په ګډه د پاکستان د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې پر وړاندې لوبه ترسره کړه چې پکې افغان – چین لوبډلې په ګډه پاکستانۍ لوبډله په دریو ویکټو ماته کړه.په چین هېواد کې د افعان او چین ځوانانو ګډې لوبډلې په دې سیالۍ کې پچه وګتله او لومړی یې د توپ اچونې پریکړه وکړه، چې پاکستانۍ لوبډلې افعان- چین لوبډلې ته په ټاکلو شلو اورونو کې د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه.

د پاکستان نولس کلنو لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې یوه لوبغاړي نیمه سلیزه ووهله. او نورو لوبغاړو هم ورسره په ټول توان سره افغان ګډې لوبډلې ته ډیر ښه هدف وټاکه، خو دفاع یې ترې ونکړه. د افغان- چین ګډې لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې ښه توپ اچونه محمد اسحاق ساقي ترسره کړه نوموړي په دې سیالۍ کې درې مهم لوبغاړي وسوځول، ورسره محمد صابر ځلاند او نويد احمد دوه- دوه لوبغاړي وسوځول.

ټاکل شوی د ۱۵۷ منډو هدف د افغان-چين لوبډلې په ۱۸.۲ اورونو کې پوره او په ۳ ويکټو يې له پاکستانه بريا خپله کړه دا د په روان ټورنمنټ کې د افغان ځوانانو دوهمه بریا وه. د افغان-چين لوبډلې د ټولو توپوهونکو له منځه عابد محمدي ۵۱ ناسوځېدلې منډې تر نورو ډیرې وکړې ورسره عطا محمد زرمل هم ۴۵ منډې وکړې چې د هدف په پوره کولو کې ښه رولو ولوبوه.

په دې سیالۍ کې د افغانستان او چين لوبغاړو له منځه ګډه لوبډله جوړه شوې وه او د پاکستان لوبډلې پر وړاندې يې شل اوريزه لوبه وکړه. دا سیالۍ د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د پوهنتونونو په کچه روانې دي چې موخه يې سیمه ییزه همکاري او د پوهنتونونو په کچه د ښو اړیکو جوړول دي. د افغانستان کرکټ بورډ وایي دغه چاره یې په افغانستان کې د چين هېواد مېشت سفارت او د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د غوښتنې پر بنسټ ترسره کړې ده.

د معلوماتو له مخې د کرکټ بورډ ادارې د دغو سياليو لپاره د پوهنتونونو له ځوانانو او له ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو څخه په ګډه ازموينه هم اخيستې وه او غوره شوې لوبډله چې ۱۴ لوبغاړي پکې شامل دي؛ د چین هېواد ته تللې ده.

د يادونې وړ ده چې ياده لوبډله به په چین کې یوه اونۍ پاتې او د درې واړه لوبډلو ترمنځ به سیالۍ د دغه هېواد په پلازمېنه بيجينګ کې ترسره شي.