د هند غوره لیګ په پير لېست کې دا ۸ افغان لوبغاړي شامل دي
حضرت عثمان نوري
د هندوستان د غوره لیګ سیالېو دولسم پړاو بولۍ ته ۱۰۰۳ کورني او بهرني لوبغاړي راجیستر شوي وو، چې له یاد تعداد څخه ۲۷ افغان لوبغاړو هم نوم لیکنه کړې وه. د ۱۰۰۳ لوبغاړو د نوم لیکنې څخه ورورسته د هند ای پي ایل مسوولینو د پير لېست ته ۳۴۶ کورني او بهرني لوبغاړي د لوبو لپاره وټاکل، له ۳۴۶ لوبغاړو څخه د افغانستان د خاورې دغه ۸ لوبغاړي هم د پیر لېست ته داخل شوي دي.
افغان کریس ګیل حضرت الله ځاځی، بهترینه توپوهونکی شفیق الله شفق، د شپږیزو پاچا محمد شهزاد محمدي، ګل بدین نائب، ظاهر خان، سید شیرزاد، کریم جنت او قیس احمد.
ګوګلي ماسټر راشد خان، مجیب ځدراڼ او محمد نبي درې هغه لوبغاړي دي چې له بولۍ پرته به د پخوانېو لوبډلو په ګټه ولوبیږي.
د هندوستان په دې غوره لیګ سالېو کې دغه ۸ لوبډلې ګډون لري: سنرایزرز حیدر اباد، کلکته، نایټر ایډریز، چینای سوپر کینګ، رویال چیلېنجر بنګلو، کینکز الیون پنجاب، راجستان، ممبۍ انډيز او ډهلي.
د هند غوره لیګ سیالېو په لسم پړاو کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان دوه پیاوړي لوبغاړي راشد خان او محمد نبي ولوبېدل، خو د یوولسم پړاو لپاره دغه شمېر ۴ افغان لوبغاړو ته لوړ شو، د راشد خان او محمد نبي برسېره ظاهر خان او مجیب الرحمان هم شامل شول.
پاتې دې نه وي چې د هندوستان غوره لیګ سیالۍ هر کال کیږي چې بولي به همدې ډيسمبر میاشتې په ۱۸مه نېټه د هند جایپور ښار کې ترسره شي. دغه غوره لیګ به وروسته له بولۍ څخه د راروان ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۲۹ مه نېټه د ۸ لوبډلو ترمېنځ پیل شي او د مۍ میاشتې پر ۱۹ مه نېټه به پای ته ورسي.