د هند د غوره لیګ د سیالیو بولیو ته ۵ افغان لوبغاړي وړاندې کېږي

تاند- هندي رسنۍ وايي چې د دغه هیواد د غوره لیګ په سیالیو کې کې به نه یوازې محمد شهزاد بلکې څلور نور افغان لوبغاړي هم واخیستل شي.

د سپورټس کیدا (sportskeeda) د پنجشنبې په ورځ ناوخته راپور ورکړ چې د هند د ۲۰۱۷ د غوره لیګ (IPL) لپاره د لوبغاړو د رانیولو بولیو ته به د افغانستان ۵ لوبغاړي وړاندې شي.

د سپورټس کیدا د راپور پر اساس، د منل شوي تکړه لوبغاړي محمد شهزاد ترڅنګ به محمد نبي، راشد خان ارماني، دولت ځدراڼ او نجیب الله ځدراڼ په دې سیالیو کې واخیستل شي.

په مجموع کې د ۷۹۹ لوبغاړو نومونه لیلام ته وړاندې کېږي.

د دوی په منځ کې به ۶۳۹ لوبغاړي له پاکستان او بنګله دېشه پرته د ۸ لومړی درجه ټیمونو لکه هند، استرالیا، جنوبي افریقا، نیوزیلنډ، سریلانکا او ویسټ اندیز لوبغاړي وي.

په اسوشیېت لوبډلو کې به د افغانستان د ۵ لوبغاړو ترڅنګ د آیرلنډ ۲ او دغه راز د متحده عربي اماراتو او هالنډ یو – یو لوبغاړی لیلام ته وړاندې شي.

د هند په غوره لیګ سیالیو کې د افغان لوبغاړو ګډون د افغانستان د کرکټ له ودې سره خورا زیاته مرسته کولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *