د نورستان له زیانمن شویو سره د مرستې په نیت د کرکټ سیالي

تاند- د افغانستان کرکټ بورډ په یوه بله انسان دوستانه هڅه کې د نورستان له زیانمنو کورنیو سره د مرستې لپاره د یوې مسابقې تابیا کړې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ تر دې پخوا هم د بېلابېلو سیمو د طبیعی افتونو له زیانمن شویو سره د مرستې لپاره دې ته ورته سیالۍ ترتیب کړي او ورڅخه ترلاسه شوې پیسې یې پر مصیبت ځپلو وېشلي دي.

کرکټ بورډ نن /پنجشنبه/ اعلان وکړ چې د راتلونکې جمعې په ورځ به د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د نورستان د وروستیو واورو له زیانمن شویو سره د مرستې لپاره مسابقه ترتیب کړي.

په دې سیالۍ کې به د ACB X1 او Chairman X1 لوبډلې سره مخامخ شي او له دې درکه ترلاسه شوې پیسې به په نورستان کې د واورې د ښویېدو له کبله زیانمنو کورنیو ته ورکړي.

افغان کرکټ بورډ پر ملي سوداګرو غږ کړی چې د نورستان له زیانمنو کورنیو سره د مرستو په دې انساني هڅه کې د دې ادارې ملتیا وکړي.

د نورستان په برګمټال کې د وروستیو واورو او راشو په نتیجه کې تر ۵۰ ډېر خلک مړه او ګڼ نور ژوبل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *