کندهار ښاروالۍ لوبډلې په کوارټر فاینل سیالۍ کې وطن آباد لوبډلې ته ماته ورکړه

د کندهار ښاروالۍ لوبډلې د نصیب په نوم د لیدر په سیالیو کواټر پاینل لوبه کې د بولدک ولسوالي وطن آباد لوبډلي ته په ( ۴۲ ) منډو ماته ورکړه او نیمه پایلوبي ته یې لار پیدا کړه….
جمعه سهار د ښاروالۍ او وطن آباد لوبډلو تر منځ شل اوره لوبه وشوه
ټاس ښاروالۍ لوبډلي وګټي او لومړی یې توپ وهنه پیل کړه
چی په ټاکلو شلو اورو کي د ( ۶ ) لوبغاړو په سوزیدو ( ۱۶۷) منډي هدف وټاکي ..
د ښاروالي توپ وهونکو محمد طاهر ( ۴۷ ) قیام دین ( ۳۰ ) او نجیب الله ( ۲۸ ) منډي وکړي .
وطن آباد لوبډلي د ټولو لوبغاړو په سوزیدو ( ۱۲۵ ) منډي وکړي ..
د ښاروالي توپ اچونکو حمیدخان ( ۳ ) عبدالنافع او نصیب الله دوه دوه لوبغاړي وسوزل …
د لوبي غوره لوبغاړي حمیدخان وټاګل سو