د کندهار ښاروالۍ لوبډلي په پیون دجام سیالیو په کواټر پاینل لوبه کي د بولدک ولسوالۍ السادات لوبډلي ته په ۳ ویکیټو ماته ورکړه او د ( ۲۹۸ ) لوبډلو څه یې په څلورو ټاپ لوبډلو (نیمه پایلوبو) کي ځای ونیوه.
ټاس یا پچه السادات لوبډلي وګټله او لومړی یې توپ وهنه پیل کړه، چي په ټاکلو ( ۱۴) اورو کي یې د ( ۶ ) لوبغاړو په سوزیدو ( ۱۷۲ ) منډي هدف سیالې لوبډلې ته په واک کې ورکړ.
د ښاروالي توپ اچونکو له لورې سمیع ( ۳ ) قیام الدین ( ۲ ) او صفت الله یو لوبغاړي وسوځاوه.
ښاروالۍ لوبډلي یاد هدف په ( ۱۲،۲) اور کي د ( ۷ ) لوبغاړو په سوزیدو په ډېرې اسانۍ ترلاسه کړ او سیالې لوبډله یې په ګونډو کړه.
د ښاروالۍ توپ وهونکو له لورې صفت الله ( ۴۶ ) نجیب الله ( ۳۸ ) او قیام الدین ( ۱۶) منډي جوړې کړې.
د لوبي غوره لوبغاړي صفت الله وټاکل شو.