احمد مسعود

د تېرې ورځې په ماسپښين 3:30 دقيقي اسټراليا فوټبال ملي لوبډله د فلسطين فوټبال ملي لوبډلې سره میدان ته ووتله چي لوبه اسټراليا 0-3 وګټله.

دوهمه لوبه کې نن ماښام 6:00 بجي چين د فلیپین فوټبال ملي لوبډلې سره مخ شو.
چي لوبه کې چين 0-3 فليپين ته ماتې ورکړه.

او دريمه لوبه نن شپه 8:30 بجې د جنوبي کوریا او قرغزستان فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ شروع شوه‌.
چي جنوبي کوریا په سختي سره قرغزستان ته 0-1 ماته ورکړه.

نن شنبه بيا هم 3 لوبي ترسره کيږي.

لومړي لوبه ماپښين 3:30 دقيقي د ويتنام او ايران فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ ترسره کيږي.
ايران خپله لومړۍ لوبه له يمن څخه 0-5 ګټلې ده.
ويتنام بيا خپله لومړۍ لوبه 2-3 عراق ته بايللې ده.

دوهمه لوبه کي سبا ماښام 6:00 بجې عراق د يمن فوټبال ملي لوبډلې سره مخ کيږي.
عراق خپله لومړۍ لوبه 2-3 له يمن څخه ګټلی ده.
او يمن بيا خپله لومړۍ لوبه 0-5 ايران ته بايللې.

دريمه لوبه سبا شپه 8:30 باندي دعربستان او لبنان فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ ترسره کيږي.
عربستان خپله لومړۍ لوبه 0-4 د شمالي کوریا څخه ګټلې وه.
لبنان هم خپله اوله لوبه 0-2 قطر فوټبال لوبډلې ته بايللې ده.