د بدن د ښکلا له ډګره؛ د دې تمرین ماسټر ولي ناهيلی دی؟

راپور: مجتبی محمدي
هلمندي ورزشکار دبدن د ښکلا په نړيوالو سیالیو کي د ۱۰۰ هیوادونو په سطحه څلورم مقام ګټلي دی.
شکرالله هلمندی دبدن دښکلاپه برخه کي هغه افغان لوبغاړي دی چي څوواره یې هیواد ته غوره مقامونه راوړي دې چي داځل یې هم په سلوبهترینو کي دخپل دهیواد ملي بیرغ لوړساتلی او د نړۍ د سلوهیوادونو د ورزشکارنو په منځ کې یې څلورم مقام ګټلی دی.
شکرالله هلمندی وایې کله چې مي د نړۍ د سلو پرمختللو هیوادونو په سطحه دخپل جګړه ځپلي هیواد دپاره څلورم مقام وګټي ډیرخوشاله وم.
ځکه دی وایې که افغانستان دامریکا،کاناډا،جرمني،ایران،چین،روسیي،فرانسي،جاپان اودنړۍ دنورو سلوپرمخ تللو هیوادونو د ورزشکارانو د امکاناتو سره مقایسه کړو، زه دخپل هیواد چامپین یم او د څلورو وچو په منځ کي ځان داسي احساسوم چي ګواکي لومړی مقام دې ګټلی دی.

په دغه سیالیو کي چي په ټالینډ هیواد کي جوړي سوي وې د افغانستان په شمول د نړۍ سلو هیوادونو ورزشکارانو پکښې ګډون کړي وو چي د افغانستان څخه یوازي شکرالله هلمندی وو.
د هلمندي په خبره نور به هم خپلي مباریزې ته ادامه ورکوي او د راتلونکي کال په مسابقوکي به هم ګډون وکړي.
که څه هم شکرالله هلمندې پنځه ځلي ماسټرافغانستان درې واره د اسیایې هیوادونو په سطحه ګولد مډالیست سوی،او تیرکال په ۳۰آسیایې هیوادونو کي د بدن د ښکلا په برخه کي دسپینو زرو د مډال په راوړولوسره دوهم مقام خپل کړی وو چې هغه مهال یوازي دهلمند د اطلاعاتو او کلتور د ریاست او د ځوانانو د ادارې له خوا ورته ستاین غونډه جوړه سوې وه.
خو سږکال ګيله کوې چي د کومي دولتي اوغیري دولتي ادارې له خوا نه دی ستایل سوی او نه یې هم د تشویق په اړه پروګرامونو کي ګډون کړی دی.
شکرالله هلمندي چي څو ځلي هلمند ته د عضلاتو د ښاغلي او ماسټر افغانستان لقبونه هم راوړي دي وایې کله چې مسابقو ته ځّي هیچا ورسره نقدي مرسته نه ده کړي یوازي او یوازي په خپلو مصارفو باندي ځي مقامونه اوبریاوي راوړي.
هلمندی وایې که څه هم په دا ډول سیالیو کي لومړی مقام او یاهم نور مقامونه چي پخوا تردې يې هم راړوي دي اسانه کارنه دی خودی وایې سره له دې چي نه ددې ولایت دلوړ پوړو چارواکو،نه ورزشکارانو،نه دورزش آمریت،نه تجارانو او نه هم د نورو دولتي ادارو له خوا ستایل سوی بلکي تخریب یې لا اضافه پسې کړي دی چي شکرالله ددې مقام وړتیا نلري.

دی تور پوري کوي چي د هلمند د ورزش آمریت په هرډول فساد باندي تورن دی او وایې چي دغه ډول کسان د ورزش د آمریت وړتیا نلري،حد اقل د ورزش آمر بايد ورزشکار وي،تر څو نور ورزشکاران درک کړي.
هلمندی په ټولو ورزشکارانو باندي ږغ کوي چي د اخاوره دمور حیثت لري نو په کارده چي ټول په ګډه سره مباریزه وکړواو ددې مبارزې دپاره مي دهیواد بیرغ په ملي اوبین المللي سطحه لوړ ساتلی دی او تل به مباریز پاته کیږم.
شکرالله هلمندی هغه ورزشکاردی چي تردې وړاندي یې هم د بدن دښکلا په برخه کي د ماسټر افغانستان اود طلايي افغان لقبونه راوړي دې
د هلمند د بدن د ښکلا فدراسیون مسول حاجي توریالي وایې د ورزش امریت هیڅ ډول امکانات نلري چي د ورزشکارانو د پاره پروګرامونه جوړکړي.
نوموړی وايي په هلمند کي ورزش صفر دی همدغه زه شکرالله هلمندی یم چي د هلمند نوم مي تر یوه ځایه رسولی دی.
توریالی وایې کله چي د پروګرامونو دپاره غوښتنه کوو نو راته ویل کیږي چي لازمه بودیجه نلرو چي پروګرام کي درسره مرسته وکړو او تل یې وړاندیز را رد کړي دی.
په دې اړه مو د هلمند د ورزش آمریت سره د اړیکي نیولو هڅه وکړه بریالي نه سو.