افغان لوبغاړی د بدني ښکلا د نړیوالو سیالیو اتل شو

تاند- احمد یاسین سالک قادري په چین کې د بدني ښکلا یا باډي بلدنګ د سیالیو اتلولي وګټله.

په دې سیالیو کې، چې پرون /یکشنبه/ د چین په مکاو ښار کې پای ته ورسېدې، ښاغلي قادري د بدني ښکلا د نړۍ غوره لوبغاړی وګڼل شو او د سرو زرو میډال یې ترلاسه کړ.

په دې سیالیو کې د نړۍ د ۶۰ هیوادونو شاوخوا ۵۰۰ لوبغاړو د وزن په ۳۹ کته ګوریو کې ګډون کړی وو.

قادري ۳۶ کلن دی او ۹۰ کیلو وزن لري. ده تر دې وړاندې په ۲۰۱۷ م کال هم د (Mr Muscle) لقب ګټلی و.