د آسيا فوټبال جام سيالېو کې مېلمه په فوټبال کې کوربه ته ماته ورکړه
احمد مسعود
د آسيا فوټبال جام د نن په سمي فائنل لوبه کې پر 6:30 دقيقي د قطر فوټبال ملي ټیم د عربي امارات فوټبال ملي ټیم سره د لوبې لپاره ميدان ته کښته سول.
د قطر او اماراتو ترمنځ لوبه د پيله د دواړؤ ټيمونو ترمنځ یودبل پر ګول د حملې کولو څخه شروع سوه.
تر څو هر ټيم ځان د 2019م کال آسيا جام فائنل ته ورسوي.
قطر فوټبال ملي ټیم غوښتل ځان د لومړي ځل لپاره د آسيا فوټبال جام فائنل ته ورسوي چې بریالئ هم وه چې لوبه يې 0-4 له اماراتو څخه وګټله.
د قطر فوټبال ملي ټیم لپاره لومړی ګول په 22مه دقیقه کې بوعلام خوخي ووهئ، دويم ګول په 37مه دقیقه کې المعزعلي،په 80مه دقیقه کې حسن، او په 93مه دقیقه کې څلورم ګول حامد ووهئ.
قطر فوټبال ملي ټیم به د فبرورۍ په لومړي نيټه د لومړي ځل لپاره د آسيا 2019 فوټبال جام په فاینل پړاؤ کې د جاپان سره خپل بخت وګوري.