د آسیا فوټبال جام فائنل لوبه؛ د څلور ځلي اتلولۍ تجربې جاپان ته ګټه ونه کړه
احمد مسعود
د آسيا فوټبال جام 17م پړاؤ سيالۍ د جنورۍ په 5 نيټه دعربي اماراتو په کوربتوب پيل سوي وي ، چې د لومړي ځل لپاره پکښې 24 ټيمونو ګډون درلودې او د فبرورۍ اوله نيټه يعنې نن يې فائنل لوبه دعربي اماراتو په محمد بن ذاهد فوټبال لوبغالي کې د جاپان او قطر ترمنځ ترسره سوه.
د ياد جام ټولي لوبي دعربي اماراتو په څلورو ښارونو او په اته مختلف فوټبال لوبغالي کې ترسره سوي.
چي په نن فائنل لوبه کې د قطر فوټبال ملي ټیم دجاپان فوټبال ملي ټیم ته 1-3 ماته ورکړه او د لومړي ځل لپاره يې ځان د آسیا فوټبال جام د اولسم پړاو سياليو اتل کړ.
دقطر فوټبال ملي ټیم لپاره لومړی ګول المعز علي په 12 دقيقه ووهي، دوهم ګول عبدالعزيز حاتم په 27 دقيقه کې او دريم ګول په 82 دقيقه کې پينالټي سره اکرم عفيف ووهي.
د آسيا په فوټبال جام فائنل لوبه کې چې د جاپان او قطر ترمنځ ترسره سوه د لوبي لوبڅار يې د ازبکستان هيواد څخه ( ريفشان إيماروف ) ټآکل سوی وو.دريفشان إيماروف دا دوهم ځل دي چي د آسيا فوټبال جام د فائنل لوبي لوبڅاري کوي. تر دې مخکې يې په 2011م
کال کې د آسيا فوټبال جام د فاینل پړاؤ د لوبي لوبڅاري کړي وه.
د ياد ټورنمنټ غوره ګول ساتونکي،غوره لوبغاړي او د ډيرو ګولو وهونکی د قطر فوټبال ملي ټیم څخه سوه.
د 2019 آسیا فوټبال جام اتل ټيم يعني قطر فوټبال ملي ټیم ته 5 ميليونه امريکايي ډالر، دوهم ټيم ته 3 ميليونه امريکايي ډالرو او نورو هغو ټیمونو چي په دوهم پړاو کې لوبي بايللې وي 1 ميليون امريکايي ډالره جايزه ورکړل سوه.
د آسيا فوټبال جام سيالۍ د لومړي ځل لپاره په 1956م کال په هنکانګ کې پيل سوي، چې د همدغه کال څخه تر 2004م کال پوري هر څلور کاله وروسته شروع کيدي.دآسيا فوټبال جام تر نورو لويو وچو پخواني او زوړ ټورنمينټ دي.
د آسيا فوټبال جام د1976م کال فائنل ته تر بل هر فائنل ډير ليدونکي ورغلي وه چې ياد جام د ايران په کوربتوب ترسره کيدي چې په همدغه کال د ايران فوټبال ملي ټیم د دريم او اخيري ځل لپاره د ياد جام اتلوالي وګټله.
د آسيا فوټبال جام لپاره دوه کپونه ايښودل سوي وه چي يو يې د 1956م کال څخه تر 2015م کال پوري وه چې ورباندې د جام د ګټونکو لوبډلو نومان پر ياد جام ليکل کيده.
دا ځل په عربي امارات کې نوي کپ ورکول سو چې د انګلستان مشهور زرګر توماس لايت لخوا جوړ سوي ياد زرګر د نورو مشهورو جامونو کپونه هم ډيزاين کړي لکه د انګلستان حذفي جام. د آسيا 2019 فوټبال جام کپ 78 سانتي متره جګوالي 42 ساتنې متره بر او 15 کيلو وزن لري چې د نقري څخه جوړ سوي دي.
د 2019م کال په آسيا فوټبال جام کې ټولې 51 لوبي د عربي امارات په مختلفو ښارونو دوبئ، ابوظبي، شارجه او العين ښارونو او مختلف فوټبال لوبغالو محمد بن ذاهد،ال نهيان، هازا بن زاهد ، خليفه بن ذاهد، آل مکتوم ، او آل مکتوم بن راشد آل مکتوم کې ترسره سوي.