احمد مسعود

عربستان په سياست کې بريالي او په فوټبال کې ناکام شو. نن شپه د آسيا فوټبال جام د ګروپي مرحلې ورستئ ورځ وه. دعربستان فوټبال ملي ټیم ددي هيواد دسياست ښکار هيواد قطر فوټبال ملي ټیم سره مخ سو.
ياده لوبه د 2019م کال آسيا فوټبال جام سياليو کې تر نورو لوبو د جذباتو او خوند درلودونکي لوبه وه.

د قطر فوټبال ملي ټیم په دي بريالي سو چي خپل د هيواد سياسي سيال عربستان په فوټبال کې 0-2 له ماتې سره مخامخ کړي.د قطر فوټبال ټیم لپاره اوله ګول وهنه المعز علی د لومړۍ نيمايي په اضافه وخت کې ترسره کړه.او دوهمه ګول وهنه هم المعزعلی د لوبي په 80 يمه دقيقه کې ترسره کړه.

ددې لوبي په ګټلو سره د قطر فوټبال ملي ټیم خپل په ګروپ کې د اول ټيم په توګه بل پړاو ته لاره پيدا کړه.چي په ګروپي پړاؤ کې خپلې دري سره لوبي بغير له کومې ماتي ګټلي دي.

نن دګروپي مرحلې دری نوری وروستئ لوبي هم تر سره سوي چي، لبنان 1-4 شمالي کوریا ته ماتې ورکړه، عمان 1-3 ترکمنستان ته ماتې ورکړه،جاپان 1-2 ازبکستان ته ماتې ورکړه.