په لوی هلمند کې د بيلابيلو ورزشي رشتو لوبغاړي وستايل شول

سمیع سیرت
پرون د هلمند ولايت مقام له لوري هغه لوبغاړي چي دې وروستيو کي ئې د هيواد او نړۍ په سطحه وياړونه خپل کړي وه وستايل سوه.
دې غونډي ته د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان،د پوهنتون رئيس انجينر عبدالرحمن سورګل،وياړ خپلوونکی استاد محمد قاسم الفت، د بدن د ښکلا اتل شکرالله هلمندی،د ورزشي خبريالانو د فدراسيون غړي،مدني فعالان فعالان، د بيلابيلو ورزشي رشتو لوبغاړي او ځوانان راغلي وه.
غونډه د هلمند ولايت د ورزش آمريت آمر محمود نورزي په خبرو پيل سوه،نوموړي د هلمند ولايت د ورزش د بيلابيلو ورزشي رشتو د وروستيو لاس ته راوړنو په اړه تفصيلي معلومات وړاندي کړل او غوښتنه يې وکړه چي ورزش سره همکاري زياته سي.
د بدني ښکلا اتل شکرالله هلمندي يو ځل بيا خپله تيره ژمنه تازه کړه او وه يي ويل چي د افغانستان بيرغ د نړۍ په ګوټ ګوټ کي رپوي،هلمند او افغانستان ته به وياړونه راوړي، نوموړی له دې امله چي د ۱۰۰ هيوادونو په کچه ئې ۴ مقام ګټلی له هلمند ورزش آمريت څخه سخت ګيلمن وو او پر ورزش آمريت ئې توند انتقادونه وکړل او د هلمند ولايت مقام څخه يې غوښتنه وکړه چي ورزش آمريت کي تغيرات راولي.
د هلمند او د جنوب غرب حوزې د ورزشي خبريالانو د فدراسيون مسؤل سميع الله سيرت وويل د هلمند تجاران او کاروباريان پړ وبلل چي ورزش سره همکاري نکوي،سيرت وويل چي د قيلون کاپي شاپ جوړولو لپاره په لسګونو کسانو پيسې په کار او بار اچولي اما هيڅ يو تجار په هلمند کي د ورزش د اسانتياوو لپاره څه ندي کړي، نوموړي وويل هلمند د ورزش د اسانتياوو له اړخه له ټولو پاتي ولايت دی چي تر اوسه هيڅ جمنازيوم نلري، ده له ولايت مقام غوښتنه وکړه چي هلمند کي شته تجاران،تعليمي ادارې،د مارکيټونو څښتنان دي وهڅول سي چي ورزش سره مرسته وکړي او دې برخه کي دي اړونده ادارې همکاري وکړي.
غونډه کي د هلمند پوهنتون رئيس انجينر عبدالرحمن سورګل، د هلمند د ورزشکارانو د ستونزو د حل په موخه د هلمند له والي تورن جنرال محمد ياسين خان څخه د مرستي غوښتنه وکړه او د هلمند د ورزش د وروستيو لاس ته راوړنو قدرداني ئې وکړه.
هلمند ولايت والي تورن جنرال محمد ياسين خان د هلمند ولايت له ورزشکارانو سره د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه او وه يې ويل چي پيشنهاد مو کړی تر څو د هلمند ورزش آمريت ته د لومړۍ درجې ولايت امتياز واخلو، نوموړي وويل چي د ورزش مربوط مځکي به له قبضه کوونکو څخه اخلي او خبرداری ئې ورکړ چي د ورزش مځکي پريږدی،والي تورن جنرال محمد ياسين وويل له تجارانو،شرکتونو دوکاندارنو او د بيلابيلو کار او باريانو له خاوندانو سره به ناستي کوي تر څو هغوی ورزش تقويه کړي.
وروستي ويناوال د فري فايټ رشتې استاد اغاولي محمدي له هلمند ولايت مقام او ورزش آمريت څخه څخه مننه وکړه چي د ستايني لپاره ئې ورته غونډه جوړه کړې، محمدي د خپل وروستي سفر په اړه چي د ۲۲ ولايتونو په سطحه ئې اول مقام ګټلی وو وږغيد نوموړي وويل په ډير ستړي حالت کي کابل ته ولاړو او هلته په سخته ستړيا کي هلمند لپاره لوبي وګټلې، آغاولي محمدي هم د ورزش آمريت څخه سخت ګيلمن وو پر آمريت ئې سخت انتقادونه وکړل او غوښتنه يې وکړه چي آمريت په رهبرۍ کي تغيرات راسي.

غونډي وروستيو کي هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان د بدني ښکلا اتل شکرالله هلمندی، استاد محمد قاسم الفت د فري فايټ لوبغاړي نقيب الله محمدي،جانان محمدي ميرويس محمدي، ورزشي خبريالان، د بيلابيلو ورزشي رشتو لوبغاړي په ستاينليکونه سره و ستايل