په بامیان ولایت کې د ژمنېو لوبو دوهم پړاو پېل شو

د بامیان په ولایت کې پرون د پنجشنبې په ورځ (مرغومې ۲۷ مه) د ژمنیو لوبو دوهم جشن د سلګونو ورزشکارانو په ګډون پیل شو. په دې لوبو کې د بامیان سربیره د کابل، غزني،میدان وردګ، پنجشیر او پروان ولایت شاوخوا ۲۰۰ ورزشکارانو، چې انجونې هم په کې شاملې دي ګډون کړی و.

د دې ورزشي جشن تنظیموونکي وايي: چې د بامیانو ولایت د ژمنیو لوبو لپاره یو مناسب ځای دی. د ژمنیو ورزشي لوبو د ملي اتحادې چارواکي وايي، چې په پام کې ده، سبا د جمعې په ورځ د سکي او سنو بورډ د لوبو سیالۍ د ښځینه لوبغاړو په ګډون د لسګونو ورزشکارانو ترمنځ پیل شي.

په دې لوبو کې د کابل ولایت څخه یو ګډون کوونکي شعیب مرادي وویل، چې د سکي د دو تنو په سیالیو او هم د نښې د ویشتلو په سیالیو کې یې ښه مقام ترلاسه کړی دی، اوس هڅه کوي، چې په نړیوالو سیالیو کې هم د افغانستان استازیتوب وکړي.

د ژمنیو ورزشي لوبو د ملي اتحادې چارواکي بیا وايي: د کُرلیګ د ورزش یو شمیر ورزشکاران به یوه نیمه میاشت وروسته په روسیه کې د دغه ورزش په سیالیو کې برخه واخلي. هېره دې نه وي چې تیرکال هم په بامیانو کې د ژمي د موسم د ورزشي لوبو سیالۍ ترسره شوې وې.