په ننګرهار کې د روژې جام دوهم پړاو بشپړ شو

خبریال: فضل رحیم رحیمي – په ننګرهار کې څلورم پړاو پېل شوي جې پي روژې جام سيالۍ دوهم پړاو ته ورسيدې.

یادی سیالۍ چې د ننګرهار په ختيځ کرکت اکاډمی کې ترسرسره کیږي دا ځل هم په کې (۶۴) لوبډلو برخه اخیستې ده او هره شپه درې لوبې په کې کیږي.

په دې سیالیو کې د جلال اباد ښار د لوبډلو ترڅنګ یو شمېر ولایتي او ولسوالیو لوبدلو هم برخه اخیستې ده، او د دغو لوبو پایلوبه به اختر په شپه ترسره شي.

د يادونې وړ ده چې د دغو سيالیو اتلوالي تير ځل د پامير انسټيټوټ لوبډلې پخپل نوم کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *