د هند او پاکستان ترمنځ د پایلوبې په درشل کې

خبریال: فضل رحیم رحیمي-

د کرکټ د نړیوالې شورا د اتلولي جام پایلوبه به د هند او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ د یکشنبي په ورځ په انګلستان کي ترسره شي.

په دې سیالیو کې (۸) لوبډلو برخه لرله چې په نیمه پایلوبه کې یې پاکستان انګلستان ته او هند بیا بنګله ديش ته په ماتې ورکولو وتوانیدل چې پایلوبی ته ورسېږي.

د پاکستان اوهند لوبډلي تر دې وړاندې د جون په څلورمه هم په دې سیالیو کې مخامخ شوي چې  په نتیجه کې هند په لوی توپیر پاکستان ته ورکړه.

دا لومړی ځل دی چې هند او پاکستان د ای سي سي چمپینز ټرافي (اتلولۍ) په پایلوبه کې له یو بل سره مخامخ کیږي.

د هند او پاکستان لوبډلو سیالۍ تل په زړه پورې وې او دا ځل هم ورته د کرکټ مینه والو ترڅنګ د کرکټ لوبغاړی هم په تمه دي.

له بلې خوا د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبغاړی شاهد اپریدي په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي «هند ښه لوبه وکړه، اوس د مهمې لوبې انتظار کېږي. پاکستان لوبډله باید زغم پر ځای وساتي او په تمرکز لوبه وکړي.»

بل لور ته د هندوستان لوبډلې پخواني کرکتر ورېندر سیهواګ پر ټویټر لیکلي ”ښه هڅه وه، لمسیه! نیمه پایلوبې ته د رسېدو لپاره اعلی هڅه وه. د کور خبره ده. د پلار پر ورځ له زوی سره سیالي ده. ټوکه جدي مه ګڼئ.»

د سیهواګ دغه پیغام د ډېرو لپاره خوندور و، خو یو شمېر هغو بیا پرې نیوکې هم کړي، دوی وايي سیهواګ مشهور شخصیت دی او دغسې خبرې باید و نه کړي.

د دې ترڅنګ فلمي ستوري هم خاموشه پاتي ندي مشهور ادکار رشي کپور پر پاکستان غږ کړی او ویلي یې دي:«تاسې یې وګټئ او زر ځله یې وګټئ خو ترهګري بنده کړئ. ما ته بایلل د منلو وړ دي. موږ سوله او مینه غواړو.»

د اتلانو جام د دې سیالیو په لړ کې به د پاکستان او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ پایلوبه به د روانې جون میاشتې په ۱۸ نیټه (سبا یکشنبه) د افغانستان پر وخت ۲ بجې پېل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *