پاکستان، انګلیستان ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووت
تاند- د پاکستان د کرکټ ملي ټیم نن /چهارشنبه/ د توقع خلاف د کرکټ د نړیوالې شورا د نړیوالې اتلولۍ جام په نیمه پایلوبه کې د سیالیو کوربه هیواد انګلیستان ته ماتې ورکړه او ځان یې پایلوبې ته ورساوه.
د انګلیستان ټیم د اټکلونو خلاف خورا کمزورې لوبه وکړه. انګلیسي لوبغاړو یوازې ۲۱۱ منډې جوړې کړې چې په مقابل کې یې پاکستان دا هدف په داسې حال کې پوره کړ چې ۸ لوبغاړي او ۷۷ توپونه لا لرل.
د پاکستان پرانستګر لوبغاړي اظهر علي ۷۹ او فخر زمان ۵۷ منډې وکړې.
ګومان کېږي چې پاکستان به په پایلوبه کې له هندوستان سره مخامخ شي. هند په لومړي پړاو کې پاکستان ته په خورا زیات توپیر ماته ورکړې وه.
د انګلیستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ اتلولۍ جام نیمه پایلوبه
د کرکټ د نړیوالې شورا د اتلولۍ جام سیالیو په نیمه پایلوبه کې نن انګلیستان له پاکستان سره مخامخ دی. انګلیستان ۲۱۱ منډې جوړې کړي چې ډېرې لږې دي او داسې ښکاري چې پاکستان یې په اسانه پوره کولی شي.
د دې سیالۍ ویدیو