د هند کرکټ ټیم د پاکستان ټیم ته بده ماتې ورکړه

تاند- د دې سربیره چې د باران لپاره د هند او پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلو لوبه ۴۸ اورونو ته راکمه شوه، هندي لوبغاړو د اتلولۍ په نړیوال جام لوبه کې پاکستاني ټیم ته د ۱۲۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

هندي لوبغاړو د انګلستان په برمینګم کې په دې لوبه کې په ۴۸ اورونو کې د یوازې درې لوبغاړو په سوځیدو ۳۱۹ منډې جوړې کړې په ځواب کې یې ټول پاکستاني لوبغاړي په ۳۴ اوور کې د ۱۶۴ منډو په جوړیدو وسوځيدل البته د پاکستان وروستی لوبغاړی د دې لپاره چې خوږ شوی و میدان ته د لوبې لپاره رابهر نه شو.

په دې لوبه کې هند هم د بیټنګ له پلوه، هم د باولنګ له اړخه پياوړی و. یوازې په فیلډینګ کې هند ښه نه و خو تر پاکستان په دې برخه کې هم ښه وځلید.

د روهیت بیټنګ

تر لوبې وروسته د هند کپتان ویرات کهلي وویل چې په بیټیګ کې ښه و خو د فیلډینګ په برخه کې کیدای شي چې له خپل ټیمه یوه نومره کمه کړو. د پاکستان د ټیم کپتان سرفراز احمد وویل چې تر څلویښتم اوور مو هند ایسار کړی و خو په وروستیو اوورنو کې مو لوبه له لاسه ووته. سرفراز د خپل ټیم د باولنګ او فیلډینګ غیبت ونه کړ خو د پاکستان مبصر رمیز راجا وویل چې لوبه داسې ده چې دواه لورې د پرتلې نه دي هند ډير برلاسه دی او په ټولو ډګرونو کې.

په دې ډول د کرکټ د اتلولۍ په نړیوال جام کې په ( بې ) ګروپ کې هند سرته وخوت،  جنوبي افریقا ورپسې ده، سریلانکا دریم او پاکستان وروستی.

په الف ګروپ کې انګلستان اول، استرالیا دوهم ، نیوزیلنډ دریم او بنګله دیش څلورم دی.

تمه ده چې د دوشنبې په ورځ استرالیا او بنګله دیش لوبه وکړي او د سې شنبې په ورځ انګلستان له نیوزیلنډ سره مخامخ شي.



ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *