شپږيزه کرکټ لیګ به په سپټمبر کې ترسره شي

 خبریال: فضل رحیم رحیمي؛ د کرکټ بورډ د مشر عاطف مشعل او د شپږیزه کرکټ لیګ د کمیټې د ګډې پریکړې پر بنسټ د ۲۰۱۷ کال شپږیزه کرکټ لیګ به په سپتمبرمیاشت کې ترسره شي.

 یاده پریکړه د لوبډلو له امتیاز درلودونکو شرکتونو سره په همغږۍ او په لوبغالي کې د پرمختیایي چارو د لا ښه کېدو پر بنسټ وشوه.

د شپږیزه کرکټ سیالیو امتیاز درلودونکي شرکتونه د بازارموندنې لپاره پوره وخت ته اړتیا لري.

په پایله کې یې د دواړو لوریو په همغږۍ د شپږیزه کرکټ لیګ پنځم پړاو سیالیو لپاره د سپتمبر میاشت وټاکل شوه.

د یادونې ده چې تېر ځل د دغو لوبو اتلوالي د اضغرستانکزی په لوبډلمشرۍ د کابل بازانو لوبډلۍ ګټلې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *