شپږیزه کرکټ لیګ په سپټمبر کې ترسره کېږي

 د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئيس فرحان یوسفزی پر دې باوري دی چې شپږیزه کرکټ لیګ ترسره کول د افغانستان کرکټ بورډ ته هغه غوره لوبغاړي تر څه ژر او ښه ور پېژندلی شي چې د کرکټ په هر فارمټ کې ډول ډول وړتیاوې لري.

یوسفزی دغه راز خپلو هېوادوالو ته د شپږیزې کرکټ لیګ په اړه د ټولو سیالېو څخه د نږدې ننداره کېدو غوښتنه کړې او وايي چې شپږیزه کرکټ لیګ په کور دننه تر ټولو غوره لیګ دی.

دی زیاتوي: ((شپږيزه په کور دننه تر ټولو غوره لیګ دی، هیله ده هېوادوال ترې خوند واخلي.))

 که څه هم د کرونا ضد اضطرار کمېټې کرکټ بورډ ته د لوبو کولو اجازه ورکړې، خو لوبغالي کې به ننداره چيان نه وي او هم به ټول لوبغاړي روغتیايي سپارښتنې عملي کوي.

 یاد لیګ د روان کال سپټمبر په ١٣ مه پېليږي او د همدې مياشت په ٢٥ مه پای ته رسي.