په کندهار کې د ۱۱۲ لوبډلو ترمنځ د روژې تورنمنټ

تاند- په داسې حال کې چې د روژې په مباکه میاشت کې په نسبي ډول ډېر ورزشي فعالیتونه کمېږي خو د کابل ترڅنګ په کندهار کې د کرکټ لوبغاړي لا فعاله شوي دي.

په کندهار کې د بست زون او کندهار کرکټ په همکارۍ د خصوصي سکتور له لوري د (روژې جام) په نامه په عینومېنه کې درې ځایه د کرکټ سیالۍ پيل شوي دي.

2
په دغو سياليو کې ۱۱۲ لوبډلو برخه  لري چې هره شپه په دريو لوبغالو کې درې لوبې ترسره کيږي او دا لوبې به د روژې مبارکې میاشتې تر ۲۷ پورې دوام وکړي.

په دې سیالیو کې د ۱۱۲ لوبډلو ګډون ښيي چې په لنډ وخت کې کرکټ په افغانستان کې څومره ډېر مینه وال موندلي ديږ له دې داسې ښکاري چې په افغانستان کې د کرکټ راتلونکې خورا ځلانده ده.

په کابل کې هم د روژې په مناسبت د (رمضان کپ) په نوم سیالۍ په زرملوال لوبغالي کې روانې دي. په دغو سیالیو کې ۶ لوبډلط برخه لري.

دا سیالۍ به د روژې تر ۲۶ مې پورې دوام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *