شفق الله شفق د ملي لوبډلې کپټان شو!؟ د خپلواک دریځ لیکنه

لوبډلمشري واقعاً یو سخت او دروند پېټی دی، چې د یوه لوبغاړي پر اوږو ورکول کیږي، چې طبعاً به یې پر لوبه هم تاثیر اچوي ځکه ټول میدان او پوره یوولس لوبغاړي دده ترلاس لاندې دي، د ټولې لوبې موټروان لوبډلمشر دی چې کومې خواته او څه ډول موټر روان او ښه کابو کولای شي.

د ګټې کریډیټ او امتیاز هم تر ۵۰ سلنه لوبډلمشر ته ځي او که لوبه بایلل کیږي هم ۵۰ سلنه مسؤلیت پر لوبډلمشر لویږي. دا هغه ټکي دې چې یو لوبډلمشر تر تاثیرلاندې راولي او د خپلې لوبې له حالته یې باسي.

اول به د یو ښه لوبډلمشر څو ځانګرتیاوي راواخلو، ښه لوبډلمشر باید دا ځانګړنې ولري:

۱:د ښه او تېز فکرخاوند وي

۲: خپله ښه لوبغاړی و اوسي.

۳: د ښې تجربې خاوند وي.

۴: د ماتو او نیوکو پر وړاندې پوره حوصله ولري.

۵: د ښو اخلاقو لرونکی وي.

۶: د لوبغاړو په منځ کې محبوبیت ولري.

۷: لوبغاړي ورڅخه راضي اوسي.

۸: د خپلو لوبغاړو ځانګړتیاوي او نیمګړتیاوي ورته مالومي وي.

۹: د مخالفې لوبډلې د لوبغاړو پیاوړي او کمزورې ټکي ورته مالوم وي.

۱۰: د لوبې په منځ کې له فشاره ځان وساتلای شي.

۱۱: پر مخالفي لوبډلې د فشار اچولو او دوامداره ساتلو هنر ولري.

۱۲: خپل لوبغاړي په داسي هنر سره په داسي حالتونو کې مثبت وکاروي، چې مینه وال او نور یې په اړه فکر هم  نه شي کولای.

او له همدې څوبرابره نورهم دې چې د موضوع د اوږدېدو په خاطر ورڅه تېرېږو.

د افغانستان د ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو لپاره نوی لوبډلمشر ټاکل کیږي چې ګمان کیږي د ملي لوبډلې درې ستوري لوبغاړي شفیق الله شفق، محمدنبي او راشدخان ورته نوماندان دي.

غواړو د درې واړو د نړیوالو لوبو پر کیریر باندې لنډ نظر واچوو او دې باندې نظر وکړو چې تر کومه حده ددې دندې لپاره وړ دی.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

لومړی: ښې لاسی ۲۷ کلن شفیق الله شفق، ۳۵ نړیوالې ۲۰ اوریزې لوبې کړي، چې ۳۲ کې ورته د توپ وهنې چانس ورغلی، ۹ ځلي ناسوځېدلی وتی، ۳۹۲ یې ټولې منډې دي، ۵۱ ناسوځېدلي یې لوړې منډې او ۱۷ یې د منډو اوسط دی.

نوموړي د افغانستان په ملي لوبډله او د کورني کریکټ شپږیزه لیګ په سپین غرزمریان لوبډله کې لوبېدلی.

شفیق الله شفق په ملي لوبډله کې په کامیابۍ سره لوبېدلی او د لوبې لپاره اکثر وخت پر ۷م پوزیشن یا نمبر باندې میدان ته ښکته شوی او له ښو او چټکو منډو جوړولو ورسته یې د افغانستان د لوبې خاتمه کړې ده.

دی ځکه تر ډیره بریالی نه دی او ډیرې منډې نه لري چې په لوبډله کې ورته کله ناکله چانس ورکول شوی، اوس چې د ملي لوبډلې یوه برخه دی، د توپ وهنې ترڅنګ په لوبډله کې تر ټولو غوره ډګرساتونکی دی او اوس د ویکټ ساتنې دنده هم مخ ته وړي، دا چې د ۲۰ اوریزو لوبو د کپټانۍ لپاره نوماند دی نو د لوبډلمشرۍ لپاره هم غوره او وړ شخص ځکه دی، چې عموماً داسي وخت توپ وهنې ته راځي، چې یوازې د وهلو وخت وي او اورونه هم ډیر کم پاته وي، یانې دا تمه ورڅه نه کیږي چې ویکټ دې راته وساتي نو ځکه ورباندې فشار نشته او نه هم ورڅه ګیله کیږي ځکه هیټر دی.

شفق د افغانستان د الف لوبډلې کپټاني هم کړې او په یوه رسمي سریز کې چې د زمبابوې سره په زمبابوې کې ترسره شو، نوموړي یاد سریز افغانستان ته وګاټه.

دغه ډول په کورني کریکټ شپږیزه سیالیو کې هم د سپین غر زمریان لوبډلې لوبډلمشر تېر شوی، چې خپلې لوبډلې ته یې د اتلولۍ کپ هم ګټلی دی.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دوهم: ښې لاسی ۳۲ کلن محمدنبي عیسی خېل، ۵۹ نړیوالې ۲۰ اوریزې لوبې کړي چې ۵۳ کې ورته د توپ وهنې چانس ورغلی، ۷ ځلي ناسوځېدلی وتی، ۸۷۶ یې ټولې منډې دي، ۸۹ یې لوړې منډې ۲ نیمه سلیزې او ۱۹ یې د منډو اوسط دی.

توپ اچوونه: ۵۹ لوبې، ۵۹ ویکټې، ۷،۲۳ یې د منډو اوسط او ۴/۱۰ یې غوره توپ اچوونه ده.

محمدنبي د افغانستان په ملي، بندامر، سنرایزرزحیدراباد، چیټاګانګ ویکینګز، سیالهت رویالز، مري لیبون کلب، پاکستان کسټومز او کویټه ګلډیټرز لوبډله کې لوبېدلی.

محمدنبي عیسی خېل هغه لوبغاړی چې د افغانستان لپاره یې ټولې ۲۰ اوریزې سیالۍ لوبولي او دا ددې مانا ورکوي، چې نوموړی په لوبډله کې د ملا د تیر حیثیت لري. ډېری لوبې یې هم په خپلې ښې توپ وهنې او توپ اچوونې سره خپلي ملي لوبډلې ته ګټلي دي، معمولاً په ۶ نمبر باندې میدان ته د توپ وهنې لپاره ښکته کیږي.

محمدنبي په ۲۰۱۳م کال کې د ملي لوبډلې کپټان شو او درې کاله یې دغه دنده مخته یووړل، چې په خپلې کپټانۍ کې یې لویې لاسته راوړنې: په ۲۰۱۴م کال اسیاکپ کې بنګلدیش ته ماته ورکول او د ۲۰۱۵م کال ۵۰ اوریز نړیوال جام ته د لوبډلې رسول و او په همدې نړیوال جام کې یې په خپل لومړي ځل ګډون سره سکاټلینډ ته ماته وکړه.

دده په کپټانۍ کې افغانستان ۲۸ لوبې وکړې چې ۱۳ یې وګټلي وې.

د استعفا کولو لامل: کله چې په ۲۰۱۵م کال نړیوال جام کې افغان لوبډله ډېره بریالۍ ثابته نه شوه او نبي هم دغه وخت کې تر پوره فشارونو لاندې و او خپله پخوانۍ او ښه کارګردګي یې هم د لاسه ورکړه نو مجبوره شو چې له دې دندې لاس پر سر شي.

ولي لوبډله دې وخت کې ډېره بریالۍ نه؟

افغان لوبډله په لومړي ځل د ډېرو پیاړو لوبډلو په ګوتو ورغله، د استرالیا او نیوزلینډ په هغو تېزو ویشتنځایونو کې دوی د لومړي ځل لپاره لوبېدل چې عادي توپونه په ۱۴۵کیلومتره په ساعت کې او ۱۵۰ پر شاوخوا په سرعت کې ورباندې وتل چې افغان توپ وهونکي ورباندې تر ډېره ښه ونه ځلېدل، او دغه وخت کې د افغان ملي لوبډلې سره د شهزاد محمدي نه شتون هغه څه وه چې لوبډله ناکامه او محمدنبي عیسی خېل ناکام لوبډلمشر ثابت شو.

خو اوس محمدنبي یوځل بیا دغې دندې ته کاندید دی، که چیري کپټان وټاکل شي ځکه به بریالی وي چې لوبډله اوس د ۲۰۱۵م کال لوبډله نه ده او د راشد، شهزاد، نجیب ترکي او نورو لوبغاړو په څېر پیاوړي لوبغاړي لري.

محمدنبي په شپږیزه سیالیو کې د بندامر لوبډلې کپټان تېر شوی او خپله لوبډله یې تر ډېره یوازې په خپلې کپټانۍ او وړتیا سره نیمه پایلوبو ته رسولې.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دریم: ښې لاسی ۱۸ کلن راشدخان ارمان، ۲۷ نړیوالې ۲۰ اوریزې لوبې کړي چې ۱۰ کې ورته د توپ وهنې چانس ورغلی، ۵ ځلي ناسوځېدلی وتی، ۱۰۰ یې ټولې منډې دي، ۳۳ یې لوړې منډې او ۱۹ یې د منډو اوسط دی.

توپ اچوونه: ۲۷ لوبې، ۴۲ ویکټې، ۵،۹۱ یې د منډو اوسط او ۵/۳ یې غوره توپ اچوونه ده.

راشد د افغانستان ملي، ۱۹ کلنه، بُست ساتونکي، کابل بازان، کاملاویکټورینز او سنرایزرزحیدراباد لوبډله کې لوبېدلی.

راشدخان چې په ډېر لږ وخت کې یې د افغانستان لپاره لویې لاسته راوړنې لرلي یو نوی او تنکی ځوان دی، یواځینی لوبغاړی دی چې په لومړي ځل د هندغوره لیګ کې اخیستل کیږي او په دغه لیګ کې تر ډېرو غوره او بریالی لوبغاړی و، په ۱۴ سیالیو کې یې ۱۷ ویکټې ترلاسه کړې، چې همدې لیګ ورته خورا نړیوال شهرت ورکړی.

دی د نړۍ هغه توپ اچوونکی دی چې د ګوګلي توپ تر ټولو ماهر او فنکار ګڼل کیږي، همدې جادو او وړتیا یې ورته نړیوال نوم او شهرت ورکړی.

راشدخان وروسته تر هغې چې په ۲۰۱۷م کال کې له ایرلینډ سره افغانستان څو سیریزونه ترسره کړل او نوموړی پکې خورا ډېر وځلېد نو کریکټ بورډ هم پریکړه وکړه چې د لوبډلې مرستیال کپټان یې وټاکي او لاهم دا دنده ور تر غاړې ده.

همدارنګه راشدخان ته د راتلونکي شپږیزه کریکټ سیالیو کې د بندامر لوبډلې د کپټانۍ دنده ورکول شوې.

د ملي لوبډلې د لوبډلمشرۍ لپاره اوس وخت کې تر ډېره مناسب ځکه نه دی چې لاهم نوی او ځوان لوبغاړی دی او دومره دروند پېټی به یې خدای ج مه کړه د توپ اچوونکې نازکې اوږې ماتې کړي.

او که داسي وشي نو افغان لوبډلې به خپل د ملاتېر او هغه جادوګر توپ اچوونکی له لاسه ورکړی وي، چې هر وخت یې افغانستان ته بایللې لوبه ګټلې او ډېر وخت یې د سیالي لوبډلې ملا یوازې په خپلې توپ اچوونې ورماته کړې.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

اوسنی کپټان اضغرستانکزی چې تر ټولو له کامیابه لوبډلمشرانو څخه شمېرل کیږي، د نوموړي په کپټانۍ کې افغانستان ۳۶ نړیوالې ۲۰ اوریزې لوبې ترسره کړي، چې ۲۷ یې ګټلي او ۹ یې بایللي. داچې په کپټانۍ کې خورا کامیاب دی او بیا هم له دې دندې لیري کیږي، یوازینی لوی علت او لامل یې د نوموړي خپله کارګردکي ده، دی اوس مهال خپلې توپ وهنې او حتا ډګرساتنې کې هم بریالی نه دی، نو ګورو به چې افغان کریکټ بورډ څه کوي.

د کریکټ مینه والو او څارونکو دغو لوبغاړو ته د لوبډلمشرۍ رایه ورکړې او دوی یې  غوښتونکي دي.

د فیصدۍ له مخي مثبته رایه:

       شفیق الله شفق:ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ٪۳۰ سلنه

     اضغرستانکزی:ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  ٪۲۹ سلنه

محمدنبي عیسی خېل:ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ٪۲۸ سلنه

   راشدخان ارمان :ـــــــــــــــــــــ ٪۱۳ سلنه

البته دا سروې ماخپله شخصاً د خپل فیسبوک اکونټ له لارې ترسره کړې، کابو ۳۳۲۲ ملګري راسره دې چې لویه برخه یې د کریکټ څارونکې، مینه وال او کریکټران دي. تقریباً له سل څخه زیاتو کسانو خپل نظرونه وړاندې کړي وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *