فوټبال: روسیې نیویلنډ ته ماتې ورکړه

تاند- د روسیې د فوټبال لوبډلې پرون [شنبه] د نیوزیلنډ د فوټبال لوبډلې ته، په داسې حال کې دوه پر صفر ماتې ورکړه، چې د مسابقو د نندارچیانو په منځ کې د دغه هویاد ولسمشر ولادیمیر پوتین هم ناست و..

په سنت پیترز بورګ کې د روسیې او نیوزیلنډ د فوټبال لوبډلو د سیالۍ ليدو ته لږترلږه شپيته زره کسان ورغلي وو.

راپورونه وايي چې د دې سیالیو د پرانیستنې لپاره پرتمین مراسم جوړ شول او لږترلږه یونیم زر هنرمندانو د روسیې د تاریخ او کلتور په اړه بېلابېلې نندارې وړاندې کړې.

د روسیې او نیوزیلنډ د ټیمونو ترمنځ سیالي د سنت پيترس بورګ ښار په کرستووسکي لوبغالي کې، چې یوه لسیزه کار ورباندې شوی او 800 میلونه ډالر يې په جوړولو لګېدلي، ترسره شوه.

د دې سیالیو د امنیت لپاره د روسیې د بېړنیوحالاتو 23 زره عسکر له دوه زره موټرو، شپږشپېته الوتکو او نورو وسایلو سره ګومارل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د 2018 [میلادي] کال د فوټبال نړیوالې مسابقې به هم په روسیه کې کېږي.

د روسیې سېنت پېترز بورګ ښار د فوټبال د کنفدرېشن کپ د تورنمنت کوربه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *