د هند او پاکستان پایلوبه؛ د دوو لوبډلو پرتله
مبصر: بهار سمسور
هند غښتلې لوبډله ده او پاکستان هم، خو کریکټ داسې یوه لوبه ده چې زیات ناممکن ې ممکن کړي هم دي ،د چمپین ټراپي په پیل کې ما په لیکنه کې یادونه کړې وه چې د اسیا له مینځه هندوستان هغه لوبډله ده چې ښه استازیتوب به وکړي ،همداسې وشول .
د پاکستان اړوند مو هم دا ویلي و چې که پاکستان خپل سیالان په لومړني بېټېنګ کې تر ۳۰۰ وړاندې را ایثاروي نو دغه لوبډله به لوبې هم ګټي، تر دې ځایه چې پاکستان نن په فاینل کې لوبیږي همداسې شوي دي مثال ې د هند وروسته په ګروپ کې بنګلادېش چې د پاکستان ستوری هم پرې زورو دی، سریلنکا چې له پاکستان څخه ې ښه ورځ نه ده لیدلې،خو د کوربه انګلیستان ماتول ې تر ټولو غټ ښکار و او په دغې ماتې سره د پاکستان عزم پوره قوي هم شؤ.
د هند او پاکستان ترمنځ مقایسه:
د دواړو لوبډلو کپټانان ځوانان دي دوی د خپلو هېوادونو د نولس کالنو لوبډلې هم فاینل ته رسولې او اتلې کړې هم دي،خو په شخصي لوبه کې هندوستانی ویرات کهلي تر سرفراز احمد څو چنده مخکې دی او د یو کپټان ځاني لوبه په ټیم ورکېنګ او ټیم بریا کې زیات ارزښت هم لري.
د دې تر څنګ د ویرات کوهلي سره په څنګ کې د وېکټو تر شا د اېم اېس دوني شتون بله مهمه خبره ده چې دغه سړی په جادویي کپټان او لوبغاړي هم شهرت لري ، خو له سرفراز سره بیا اوټ فام تجربه کاره لوبغاړی شعیب مالک او هم له سرفراز وړاندې ناکام کپټان اظهر علي هم خو دومره خبرې یې له خولې نه وځي.
بل لور ته د هند اوپنېنګ ماتول د غره چپه کول دي دا ځکه چې د هندوستان دواړو پیاوړو اوپنرانو روهیت شرما او هم شیکر دهوان په روان سیزن کې سلیزې هم تر لاسه کړي دي، خو برعکس د پاکستان پیلونکي احمدشهزاد او هم اظهرعلي په ټطلو ټطلو تر دې ځایه راغلي احمدشهزاد پوره له ستونزو تیریږي خو اظهر علي بیا یو څه ښه دی.
د وینډاون لپاره پاکستان بابر اعظم لري مګر له ندي کپټان او ونډاون لوبونکي ویرات کهلي سره ې مقایسه ځکه نه شو کولی چې بابر اعظم د نړیوال کریکټ ځوان نوم دی مګر کهلي نه یوازې دا چې د یوه ورځینیو لوبو د توپ وهونکو په سر کې شتون لري بلکې د همدې پاکستان خلاف د بېټېنګ ځانګړی ریکارډ او هم اوږد تاریخ لري.
که همداسې پورته د هندوستان او پاکستان تر منځ د توپ وهنې قوت او ضعف پرتله کو نو هندوستان په نړیوال تاریخ کې په توپ وهنې قوت شهرت لري او دا رښتیا هم ده له ټاپ ارډر واخله بیا تر مېډل ارډر او لاوو ارډر پورې ژور او اوږد بېټېنګ لري او هم ښه بېټېنګ، اېنېنګز ختمونکي لري . خو پاکستان د اظهر علي احمدشهزاد بابر عاظم او شعیب مالک وروسته داسې خاص توپ وهونکي نه لري،خو په بالېنګ کې د هندوستان په پرتله پاکستان غښتلی بریښي هندوستان په روان چمپین ټراپي کې هارډېک پانډیا د دواړو اړخونو توپ وهنې او هم بال غورځونې لپاره ساتي چې هم لس اورونه او هم شپږمه وېکټ باندې توپ وهنه ې مسولیت دی که پاکستان ې د رنزونو جوړولو لپاره هدف وګرځوي ممکن چې تر ۹۰ پورې ترې جوړ شي.
بهوینش کمار چې د سوېنګ په شاه هم شهرت لري هم فاسټ او هم له سوېنګ سره بال اچوي چې پاکستانی بېټلاین دې ورته قوي پلان ولري او لوبول ې اسانه خبره نه ده، خو په بدل کې ې پاکستان بیا د محمد عامر په څېر د چپ لاس اف کټر لېګ کټر بالر لري او هم ې د بال غورځونې انداز د بال په بهر ایستو کې ورسره مرسته کوي چې هندوستان ې باید له پام ونه غورځوي.
بل لور ته د پاکستان ځوان بالر رومان ریس چې دوه لوبو کې ې څلور وېکټې اخیستې او هم په اېن سوېنګ کې بریالی دی هم یوه ستونزه ده که چرته ولوبول شو له هندوستان څخه یو دوه سوځولی شي.
خو د همدې رومان ریس پر ځای له لوبډلې کېنول شوی چپ لاسی بالر وهاب ریاض د هندوستان خلاف په اسیا کې ښه ثابت شوی او سترګې ې سرې دي.
تر څنګ ې د هندوستان لپاره پیاوړی ځوان بالر جېس پارېټ بومرا چې د غوښتنې پر وخت ډاټس بالونه هم تېرولی شي یعانې هم مېسېنګ او هم د ویکټ اخیستو خاص مهارت لري او دلته ورباندې هندوستان پوره تکیه هم کوي ،خو د پاکستان لپاره بیا حسن علي له بومرا هم ورها خوا دی چې د پاکستان کپټان او منیجمېنټ ورته پوره تمه لري.
خو د انګلستان په ویشتن ځایونو د دری تېزو توپ اچونکو تر څنګ چې دېرش اوره مسولیت لري دوه سپېنران (ورو توپ اچونکي) د هند لپاره اېشوین او جډېجا او د پاکستان لپاره بیا اماد وسیم او محمد حفیظ شته چې دلته هم پر پاکستان د هند تله درنه ښکاري.
خو د دې ټولو ورها خوا هندوستان په اوسني وخت کې د تېر په څېر خوره ژور بېټ لاین لري او هم ښه بالېنګ هم لري، خو پاکستان بیا د دوه دریو توپ وهونکو ورها خوا کوم خاص نوم نه لري اما فاسټ او ځوان بالېنګ ې تر دې ځایه لوبډله پر اوږو رارسولې او هم ې د مقابلو ټیمونو په کمو منډو سوځولو سره خپلو توپ وهونکو ته عزم او مرال هم ورکړی.
د ای سي سي په چمپین ټراپي کې تر دې وړاندې هندوستان له پاکستان څخه زیاتې ماتې
خوړولې او کمې لوبې ګټلې وې خو د ګروپ په لومړی لوبه کې چې هندوستان پاکستان مات کړ نیږدې دا حساب هم مثاوي شو،
که په دې مهمه لوبه کې پاکستان ټاس ګټي نو خامخا به هند ته لومړی بېټېنګ ورکوي ځکه هندوستان په دوهم بېټېنګ کې ستر نوم او هم اوږد بېټ لاین لري، او که هند ټاس ګټي نو بیا لومړی بېټ پاکستن ته ورکوي چې دلته د بېټېنګ بلنه هم پاکستان ته یو ذهني فرېشر او هم توپ وهونکي په دې فکر سره ځي چې له ۳۰۰ پورته هدف هند ته پرېږدي چې باید همداسې وه هم کړي.
خو که چرته پاکستان په لومړي بالېنګ سره د هندوستان اوپنېنګ ژر مات کړي نو کولی شي چې د هندوستان کپټان هم ژر تسلیم کړي ځکه چې کهلي له دې وړاندې د پاکستان خلاف د لوبغاړي په نوم ښه لوبدلی خو دی یو داسې څوک هم دی چې د فرېشر په وخت کې ښه لوبه کوي.
که د پاکستان لپاره محمد عامر ویکټټېکېنګ ثابت شي او دا کار د لوبې په پیل کې وکړي نو هندوستان زیات وړاندې نه شي تلی خو د سرفراز احمد د بالرانو استعمالولو پلان باید دا ځل پوره بدل وي،ځکه پاکستان باید په خپل بالېنګ سره له هندوستان سره وجنګږي.
که هندوستان لومړی توپ وهنې ته دعوت شي او هندوستان ې تر ۳۰۰ وړاندې راګېر کړي نو دا بیا د پاکستان لپاره د ګټلو %۶۰ فصده چانس دی خو دلته یوه بله خبره هم د هېرولو نه ده چې پاکستان ډېر کله له ند سره په احساساتو لوبه کوي او ژر د مات دریڅه هم ورته خلاصه شي او کم ځل د هندوستان له خوا فرېشر هم اخلي چې پاکستان د قرېشر د نه اخیستو ځواب د کوربه انګلستان خلاف ډېر ښه ورکړ اما د احساساتو موضوع بیا داسې څه دي چې که پاکستاني لوبغاړي یې واخلي نو بیا د هند ۲۶۰ هدف هم پاکستان ته غر هدف راتلیی شي ،ځکه کریکټ د ذهن، فکر،ارامښت لوبه ده د زغم او حوصلې لوبه ده نه د احساساتو.
په هر صورت دا لوبه به د کتونکو ،اوریدونکو، د دواړو اړخونو او مینوالو لپاره پوره له خوند څخه ډکه لوبه به وي.
اما زما له انده دغه لوبه به %۶۰ او %۴۰ فصده لوبه هم وي.